پاکستان له امریکا سره پر افغان سوله کې همکاري کوي.

پاکستان له امریکا سره پر افغان سوله کې همکاري کوي.


  • 3 کاله دمخه (24/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1090

د سولې خبرې باید په زغم مخ ته یوړل شي.

پاکستان پر افغان سولې پروسه کې د امریکا له نوي حکومت سره ګډ کار ته لیواله دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بایډن له ادارې سره د افغان سولې پروسه کې اوږه پر اوږه کار وکړي. نوموړي ویلي، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او اسلام اباد په دې برخه کې له کابل څخه خپله همکاري نه ده دریغ کړې. قریشي د سولې د خبرو پیل د افغان سولې لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي، چې په پوره زغم سره باید دا پروسه پرمخ یوړل شي. 

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې تازه د افغانستان حکومت هم له پاکستان غوښتي، چې طالبان باید سولې ته وهڅوي.

په کور دننه بیا باور دا دی، چې پاکستان کولای شي پر طالبانو له خپل نفو‌ذ څخه په استفادې، دغه ډله سولې او دایمي اوربند ته قانع کړي.

پاکستان داسې مهال په افغان سوله کې د امریکا له نوي حکومت سره د ګډ کار خبره کوي، چې لاهم بایډن د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه ده روښانه کړې