د م، م استازی: د افغان کډوالو په زور اېستل، د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده

د م، م استازی: د افغان کډوالو په زور اېستل، د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده


  • 8 مياشتي دمخه (02/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 295

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وایي، د ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.   

اندریکا راتوت تېره ورځ د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. 

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نوموړي په دې کتنه کې هېواد کې د سراسري امنیت، د نشه‌یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی کړی دی.  

په ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو را اېستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف بللې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د اېستلو دویمه لړۍ پیلوي.