د دفاع وزارت وایي، چې تېره ورځ وسله وال طالبان ددې ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دغه وزارت وایي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د هوایي قواوو په همکارۍ دغه ډله وسله وال په نښه کړای شوي، چې په پایله کې درې طالبان وژل شوي او پنځه ړور ټبیان شوي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو دوه غړي محمد اصف او پیداګل په نومونو د دوه میله وسلې سره نیول شوي دي.