د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په سیمه کې جګړې ته نه دي لېوال، خو هر ډول برید ته تیاری لري.
سید عباس عراقچي کويټ ته د خپل سفر پر مهال یوې خبري ناسته کې ویلي چې، اسـ.ر.ا.ئیـ.ل که پر ایران هر ډول برید وکړي، ورته ځواب به ورکړل شي.
نوموړي د اسـ.ر.ا.ئیـ.لو لخوا د ایران د اټومي وسلو پر اډو د برید اړوند سوال ته په ځواب کې؛ د ورته برید ګواښ کړی او په خبره یې پر اټومي تاسېساتو برید یو نړیوال جنایت دی.
نوموړي زیاته کړې چې ګاونډيو هېوادونو یې ژمنه کړې، چې اسـ.ر.ا.ئیـ.لو ته به پر ایران د دوی له هوایي فضا د برید اجازه ور نه کړي.