- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ادريس ېعقوبي
- 1417
ېاده ناسته کې چې نازکخېاله شاعرانو او د ادب مينه والو پکې برخه لرله ، قاري ضمير سادات د قران عظيم الشان سپېڅلي اېتونه تلاوت او د تخنيکي ټيم لخوا د افغاني ټول توکمه سمبول ملي سرود په اورولو برخه وال لاس په ټټر ودرېدل او غونډه پېل شوه . دا چې د دريځ چارې د محمد ادريس يعقوبي پر غاړه وې نو د تېرې اونۍ د حال و احوال د اورولو لپاره يې کفاېت معصومي ته بلنه ورکړه چې هغه هم تر روغبړ وروسته د تېرې اونۍ راپور ګډونوالو ته ولوست .
له معصومي وروسته د معمول په څېر د دېرې بنسټګر استاد شېرشاه همدرد دريځ ته پورته شو برخه والو سره يې د ښه راغلاست تر څنګ ځينې اهمې خبرې او تجربى شريکې کړې ، د دې اونۍ د غونډې لومړۍ برخه بېا هم د دېرى کمکېانو ته ځانګړې شوې وه چې خپل انتخاب کړي شعرونه او مقالې د دېرى ګډونوالو ته واورولې چې دبرخه والو له لوري په چکچکو بدرګه شول .
د اونۍ د لکچرونو برخه مو د ( کرونا وېروس )( ادبي مضمون ) ( د شخصېت د ودې پړاونه ) ( د وخت مديرېت ) چې د ډاکتر رحمت الله ، استاد فېضان ، شبير احمد همدرد او استاد افتخار احمد لخوا وړاندې شول ؛ ځانګړې شوې وه . ازاده مشاعره بېا د کاروان صېب په غزل ، چې پر افغاني او انساني ارزښتونو څرخېده ، پېل شوه ، چې له عبدالضمير خاکساره نيولې حميد تلاش ، ېما ملکزاده ، طېب الله ، معصومي ، بشرمل ، جمشېد مولوي زاده او ګڼ شمېر نور شاعران يې برخه وال وو .
د غونډې په ابتدايي مرحله ، منځ او پاې کې د دېرى د بلبل جهانزېب موسى خېل او د جادويي حنجرې څښتن جاوېد خاکسار ترنمونه بلا پر کېفه او برخه وال په خېالي ټالونو وزنګول .
غونډه د غرمې دولس بجې هغه مهال پاې ته ورسېد چې استاد همدرد د اختتامي دعا تر څنګ د دېرى ارزونه وکړه او ويې وېل چې دېره مو تر پخوا ، نه ډېره کم رنګه او نه هم ډېره پر رنګه وه خو که په راتلونکي کې پر رنګه و اوسي نو لا به ښه شي.
او له وېانده نيولې، شاعرانو او د لکچرونو وړاندې کوونکو پورې يې ځينې سپارښتنې د اصلاح په پار وکړې ،
او د ننګرهار پوهنتون له استاد عبدالمالک فېضان څخه چې خپل ليکلي دوه کتابونه يې د ملنګ جان ادبي دېرى ته ډالۍ کړ ، مننه وکړه او په راتلونکي کې يې ترې د خپل مسلک اړوند په لکچرونو برابرولو او همکارېو غوښتنه وکړه چې فېضان صېب هم په خپل ځاې ناست د سر په ښوځولو او لاس په ټټر اېښودلو ډاډ ورکړ .
ېادونه : د ملنګ جان ادبي دېره هره جمعه په مکرر ډول د جلال اباد ښار ملنګ جان ټاټوبي بهسودو اړوند نهرماسېو کلي کې تر سره کېږي .
کولاې شئ پکې ګډون وکړۍ او همفکره اشخاص مو هم له ځانه سره راولئ ، راتګ ته مو سترګې په لار يو .
ملنګ جان ادبي دېره