اوتنبایوا: راستنېدونکو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره، د کار زمینه هم برابروو

اوتنبایوا: راستنېدونکو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره، د کار زمینه هم برابروو


  • 1 اونۍ دمخه (24/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 42

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) مشره روزا اوتنبایوا وایي، یوناما هڅه کوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره، د کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې روزا اوتنبایوا د یاد وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې د یوناما مشرې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم له یوناما غوښتي، چې راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند لومړنیو اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.

هېواد ته ډېری راستانه شوي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې د سرپناه په جوړولو او د کاري فرصتونو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.