د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱،۱ میلیارد ډالر پور ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱،۱ میلیارد ډالر پور ورکوي


  • 8 مياشتي دمخه (30/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 353

د پیسو نړیوال صندوق وايي،  پاکستان ته ۱،۱ میلیارد ډالر پور ورکړي. 

یاد صندوق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پور به په سمدستي ډول پاکستان ته ورکړل شي.

پاکستان تر دې وړاندې د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو نړیوال بانک ویلي، چې د اوس لپاره یاد هېواد ته تر دې زیات پور نه شي ورکولای. 

پاکستان ته د پور ورکولو لپاره له هند پرته د نړیوال بانک ټولو غړو مثبته رایه ورکړې.

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هیله څرګنده کړې، چې د یاد پور منظوري به د دغه هېواد د اقتصادي پایښت لپاره ګټوره ثابته شي.   

د پیسو نړیوال صندوق تېر ۲۰۲۳ کال پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو نهه میاشتنی پور تصویب کړ.   

د یاد تړون له مخې، دا پیسې په درېیو پړاونو کې پاکستان ته ورکول کېږي، ترڅو د دغه هېواد د اقتصادي پایښت ملاتړ وشي. 

د یاونې ده، چې اوس مهال پاکستان د بد اقتصادي وضعیت له کبله د تزلزل له حالت سره مخ دی.