د لیکوالۍ عملي لارښود

د لیکوالۍ عملي لارښود


  • 4 کاله دمخه (30/11/2020)
  • باز محمد عابد
  • 2288

دا د ډاکټر محب الله زغم کتاب دی چې د لیکوالۍ بېلابېل ژانرونه په ګې پېژندل شوي او نمونې یې په مدللو مثالونو تحلیل او تفسیر شوي دی.

د دې کتاب مفردات به د ښوونځیو د لوړو ټولګیو په راتلونکي نصاب کې شاملېږي. د ښوونځيو نوی نصاب تر کار لاندې دی او تمه ده چې د چاپ په ګاڼه سمبال شي.

ډاکټر زغم لیکي:

"د ښوونځیو د تعلیمي نصاب مفردات د بهرنیو متخصصانو په همکارۍ برابر شوي چې بشپړ متفاوت او ښه دي. په نوي کتابونو کې به مختلف معلوماتي، روایتي، او اقناعي متنونه او له خاطرې نیولې تر لنډې کیسې، ناول او شعره پورې بېلابېل تخیلي او ناتخیلي ژانرونه راغلي دي.

د نصاب نوي کتابونه به شاګردانو ته د مقالې مختلف ډولونه، خاطرې، کیسې، ډرامې او نور ژانرونه ور زده کړي."

ډاکټر زغم وړاندې لیکي:

"زموږ هغه نسلونه چې تر نوي نصاب مخکې فارغ شوي او یا فارغېږي، هغوی به د لیکوالۍ مهارتونه څنګه زده کوي؟

دې پوښتنې د دې کتاب لیکلو ته وهڅولم."

دا کتاب هم د درسي کتاب غوندې لیکل شوی چې لوستونکو ته عملي تمرینونه لري یعنې د فعالې زده کړې میتود یې کارولی دی.

ما خو ترې د یوه لوستونکي په توګه ډېر څه زده کړل. که تاسو هم غواړئ چې لیکوال شئ او د بېلابېلو ژانرونو د لیکلو توان پیدا کړئ، دا کتاب ولولئ او ګټه ترې پورته کړئ.

شاید په جلال اباد کې به نورو کتابپلورنځیو کې هم وموندل شي، خو ما له مومند کتابپلورنځي څخه واخیست.

درنښت