کرزی وایي امریکا باید د افغان سولې پروسه کې ددواړو اړخونو باور یو پر بل پیاوړی کړی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، افغانانو ته پکار ده، چې د امریکا تر وتلو مخکې یوې هوکړي ته ورسیږي. نوموړي اندیښنه څرګنده کړې، چې که افغان دولت او طالب لوری د امریکا تر وتلو مخکې یوې هوکړې ته سره ونه رسیږي نو امکان شته، چې یو وار بیا افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته شي. کرزی وایي مونږ او طالبان باید ځان د پردیو له کنټرول راخلاص کړو. حامد کرزي، دغه راز له امریکا غوښتي، چې د سولې په خبرو کې دې دافغان او طالب لوري باور لا یو پر بل پیاوړی کړي.