بې‌ځایناستي پاڅونونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 1158

 د ټولنیزـ سیاسي شعور د بلوغ او پیاوړتیا یوه نښه دا ده چې دهرې نیمګړې ټولنیزې ښکارندې (پدیدې) لپاره د بشپړې ځایناستې ښکارندې په رامنځته کولو سره نیمګړې هغه له منځه وړي.

د بېلګې په توګه، کله چې غواړي د ښار کثافات او خځلې راټولې کړي، لومړی ورته خځللوښي (کثافت دانۍ) جوړوي او د دې لپاره چې خلک د سړکونو او څلورلارو ترڅنګ ساراګشت ته له کښېناستلو څخه راوګرځوي، نو لومړی ورته ښاري ټټۍ (تشنابونه) جوړوي او بیا د دې ټولنیزې بې‌شرمۍ مخه نیسي.
په سیاست کې هم همداسې فورمول عملي کوي، لومړی د خلکو شعور له جمهوریت او ډېموکراټیکو ارزښتونو سره روږدی کوي او بیا مطلقه پاچهي را پرځوي.
لومړی قانون او د قانون ساتنې بنسټونه پیاوړي کوي او بیا خلکو ته مدني او بشري خپلواکۍ ورکوي.
موږ له بده مرغه په دې چاره کې مات او ګوډ یو او د اصلاحاتو په لټه کې ړانده او بې‌امسا پر مخ ځو.
زموږ ټرافیکان او پولیس ډنډې ګرځوي او د سړکونو د غاړې لاسګاډي او لاسپلوري شړي، وهي یې، ځغلوي یې، تلې یې لېرې غورځوي او نه یې پرېږدي چې لوږه سوې کورنۍ یې د یوې مړۍ وچې ډوډۍ خاوندې شي، دا کار ضرور هم دی، ځکه سړکونه له همدې لاسګاډیو ډک دي او ټرافیک په ستونزه کې دی، خو سرکار هيڅکله پر دې فکر نه دی کړی چې دا خلک چېرته ولاړ شي؟
د سړکونو ځایناستی (بدیل) څه دی، که ټاکلي مارکېټونه نه وي، نو هيڅکله به داخلک سړکونه پرې نه ږدي او د ټرافیکو او پولیسو له لاسه به ډنډې لېرې نه شي.
کیسه په سیاست کې هم همداسې ده، پر دولتي چارو نیوکې کوو، ځکه ښه ګورو چې په سرکار کې پرېمانه نیمګړتیاوې شته، خو پر غوره، بهتره او بشپړ بدیل فکر نه شو کړای.
چې زړه مو خولې ته راشي او په تنګ شو، نو خامخا په جنګ شو، ټټر مو راوپړسېږي او د سرکار د راپرځولو هڅه راپیل کړو، ښکنځلې وکړو، شعارونه وتوغوو، سړکونو ته راووځو او زړونه یخ کړو، خو که څو ک مو وپوښتي چې دا سرکار نه، نو ستا ځایناستی یا بدیل څه دی، په دې کې مو بیا ژبه ونښلي او ځواب نه لرو.
په سیاست او ټولنیزو چارو کې زموږ یوه تاریخي او لویه نیمګړتیا همدا ده. 
انګرېزي ښکېلاک غږ وکړ چې اعلیحضرت امان الله شاه غازي ـ خدای مه کړه ـ کافر شوی دی! موږ تر ده مسلمان، ترده عادل، ترده بهتره، تر ده پیاوړی او وطندوست، تر ده ځوان او فعال، تر ده د وطن د پرمختګ ارمانجن پاچا و نه لټاوه، د غوره ځایناستي ټاکلو لپاره مو ګډ فکر و عمل و نه کړ، یوازې مو کوتک راواخیست او د سمون پاچا مو راوپرځاوه.
څه خبر وو، چې پر غلو به اوړو؟ او څه خبر چې بې‌سواده لارنیوونکي به مو یوه پېړۍ شاته بیایي؟
تر دې وروسته مو څو څو ځله همداسې وکړل، له پاچا او ولسمشر محمد داوود سره مو ورته لوبه وکړه او ... تر دې چې له خپلو ظالمانو څخه په تېښته کې مو وطن پردیو لېوانو ته ور وغورځاوه.
زما دا خبرې هيڅکله داسې مه تعبیروئ چې موږ دې نیمګړتیاوې په سترګو وینو او څه دې نه وایو، موږ دې پر موجود ناورین او کړکېچ شکر وباسو او غلي کښېنو، نه! هيڅکله داسې نه ده.
زما خبره په دې کې ده چې له موجودو ستونزو څخه د راوتلو لپاره تر شته حالت د بهتره ځایناستي په اړه خو باید فکر وکړای شو او که منډه مو یوازې د شته نیمګړیو نظامونو تر راپرځولو پورې وي، نو پوه شئ چې بیا به پر ګړنګ ورپېښ شو.
که تاسې زړې جامې لرئ چې څو ځایه څېرې او سورۍ دي، ساړه مو هم کېږي او خیرنې هم دي، بوی هم کوي او بدې هم ښکاري، نو د پاکو، نویو، روغو او ښکلیو جامو موندلو لپاره باید هڅه وکړئ او که له ډېرې غوسې څخه یوازې همدومره وکړئ چې زړې جامې لېرې وغورځوئ اوبس، بیا خو به بربنډ پاتې شئ او یخني به مو ووژني.
زموږ ټولنیز ـ سیاسي شعور دغه برید ته نه دی رسېدلی، موږ پر بهتره ځایناستي فکر او کار نه شو کړلای او زموږ له بده و ښه ته او له ښه څخه ښه ترا ته د لېږد د پروسې مدیریت نه زده.
زموږ یوازې هغه ځای نه خوښېږي چې په کې یو، بس منډه اخلو چې له همدې ځایه وتښتو، خو تل مو پېښه له بدو څخه و بدتر ځای ته وشي او بیا له هغه ځایه هم په یوه نامالوم لوري تښتو.
هېواد راباندې سور اور دی، غواړو بهر ته وتښتو، بس هرڅه چې پېښېږي، خو چې له دې ځایه ووځو، پایله یې داشي چې یا ډوب شو، یامو نهنګان وخوري، یا جېلونو ته ولاړ شو او یا هم د بې‌هویتۍ او پردېسۍ حقیر او خوار ژوند ته ځان ورسوو.
پر دې مو هيڅکله فکر، خواري او عمل و نه کړ چې همدا خپل هېواد له دې حالته راوباسو او یو داسې نظام پکې پیاوړی کړو چې ژوند مو پکې خوندي او راتلونکی تضمین شي.
ماته ډېر دوستان راځي، بس خوله خلاصه کړي او شکایت پیل کړي، سر وټکوي، ښکنځلې وکړي، زړه تش کړي ... زه پوهېږم چې ریښتیا وايي. زه خبر یم چې دا ټولې نیمګړتیاوې شته، زه قانع شم، خو چې ترې وپوښتم؛ څه وکړو؟ راځئ له همدې حالته د بهتره حالت راوستلو لپاره یو منظم سیاسي کار وکړو! بس څټ وګروي، دا کار ورته ناشونی، لېرې، بې‌پایلې او بې‌مانا ښکاره شي.
اوس مې یې چل زده کړی، که وغواړم له چا نه ځان خلاص کړم، نو په لومړي سر کې ترې وپوښتم؛ تر اوسني وضعیته بهتره حالت ته څنګه ځان رسولای شو؟ له یوه شخص یا اشخاصو څخه چې ته شکایت کوې، غوره شخص یا شخصیتونه کوم دي او څنګه یې د لا ښه والي ضمانت رامنځته کولای شو؟
په همدې کې مې مخاطب چوپ شي او په ناهیلي نظر راته وګوري. وار له واره خو یې زه له منګولو خلاص شم، خو خواشینی په دې شم چې ولې زموږ خلک تر همدې ځایه راځي او وړاندې تلل یې نه دي زده.
سالم ګوندي ـ سیاسي کار ته غاړه نه ږدي؟ پر بهتره ځایناستي فکر نه شي کړای او تر موجود حالته د بهترۍ پر راوستلو باوري نه دي؟
موږ د کونړ او ځاځیو ځنګلونه پرې کوو، خو نیالګي نه کرو، د بادغیس د غونډیو د پستې ونې وهو، خو پر ځای یې بوټي نه ږدو، موږ د ډبرو کانونه پر پردیو پلورو، خو دلته یې د پروسس لپاره فکر و عمل نه شو کړای، موږ د حکومتونو راچپه کولو ته خوشالېږو، خو تر هغه بهتره حکومت نه شو راوستلای.
د واکمنو مرګ ته اتڼونه کوو، خو تر هغوی غوره ځایناستی واک ته نه شو رسولای.
د همدې لپاره مو ټول اتلان او ښه واکمنان وژل شوي یا مړه شوي هغه دي. یوه ولسمشر ته مو له ډېرې غوسې (غویی) ویل، خو نن یې عکسونه پر تندي ګرځوو، تر ټولو لوی هېوادپال یې ګڼو، ځکه تر هغه بدتره مو تجربه کړل.
زه دا نه شم منلای چې دا زموږ کار نه دی یا زموږ په وس کې نه دی، یا یې موږ نه شو کړلای. 
کله چې نورو ولسونو دا هر څه کړي دي، باید موږ یې هم وکړلای شو. موږ باید د دې شعور رامنځته کړو چې نیمګړتیاوې سمې کړو.
که یې نه شو سمولای، د یوه بشپړ او ښه ترا ځایناستي د رامنځته کولو لپاره یې باید د عمل وړ طرحې رامنځته کړلای شو.
دا کار د سالمو سیاسي ګوندونو په مرسته کړای شو، موږ له ګوندونو سره هم همداسې چلند کړی دی، نیمګړي او بد ګوندونه مو درلودل، توبه ګار شوو، له ګوندونو څخه مو کرکه پیدا شوه، بد مو راغلل او اوس سم ګوندونه نه شو رامنځته کولای، ځکه خو ورڅخه تښتو.
د دې حالت علاج بې‌ګوندي نه، بلکې د سمو او ښو ګوندونو رامنځته کول دي. کټ مټ د هماغه زړو جامو کیسه ده، هغه وخت یې لېرې وغورځوئ چې نوې، ښکلې او پاکې جامې پیدا کړئ، که نه بربنډ به پاتې شئ!
 
سرخط‬ ورځپاڼه