دبټي کوټ د مالټو په حاصلاتو کې کموالی راغلی

دبټي کوټ د مالټو په حاصلاتو کې کموالی راغلی


  • 4 کاله دمخه (07/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1645

د بټي کوټ د مالټو حاصلات کم شوي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې سږ کال یې د تیر په پرتله په حاصلاتو کې کم والی راغلی. دوی وایي چې سږني بارانونو یې د تیر هغو کلونو په نسبت حاصلاتو کې کمښت راوستی. د بټي کوټ اوسیدونکي ددوی له باغونو په غلا د مالټو شکول بله هغه ستونزه یادوي، چې دوی ورسره لاس او ګریوان دی. باغوانان وایي، د غلو له ویرې هڅه کوي چې مالټې له خپل اصلي وخت مخکې وشکوي، چې دغه ستونزې یې د مالټو خوند له منځه وړي او په وینا یې له وخت مخکې د شکیدلو مالټو خوند یې هم نه وي، چې دغې چارې یې د حاصلاتو په بازار هم اغیز کړی.

بټي کوټ د ننګرهار په ختیځ کې پرته هغه ولسوالۍ ده، چې د مالټو صادرات یې د هیواد سربیره پاکستان ایران او ځینو نورو هیوادونو ته صادریږي