دكاوون لمنو گلونه وغوړول


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د معلم صاحب ګل
  • 1056

د بې نياز څښتن د لورېينو شکر ادا کوم چې کاوون د تل لپاره له واورو ډک ساتي او له سره يې اوبه داسې په غړمبهار غړمبهار رابهېږي چې د څپو شور او زوږ يې ونې او بوټې په نڅا راولي، زلمي او پېغلې يې سندريز شور ته داسې خوب وړي لکه مجنون چې د ليلا پر پړوني سر ايښى وي. شيخان او صوفيان يې شور او زوږ ته داسې تسبيح اړوي را اړوي ته به وايې چې د جنتونو له څښتن سره د حورو او غلمانو حساب کوي.
هو! د کاوون واورينې څوکې څپې زېږوي او همدا څپې د شور او مستۍ نه ستړې کېدونکي لارويانې دي. د شور او مستۍ دا څپې بيا د سترگورو په زړونو کې غيبي ولولې پاروي، چې له دې سترگورو څخه يو هم د کاوون په څپه ييزه غېږه کې رغړېدلى گران عزت الله شمسزى دى. له نن نه ٨ کاله وړاندې د ادبي بنډارونو د لړۍ په يو بنډار کې احسان الله الينگاري په داسې حال کې چې خپلې شونډې يې په غاښو چېچلې راته وويل: تېره اوونۍ په مشاعره کې نه وې، يو نوى شاعر هلک پيدا شوى نا اشنا غزل ليکي، له ما يې خوب تښتولى او بيا يې خپلې شونډې تر غاښو لاندې کړې او زياته يې کړه که لږ نور يې هم رياضت زيات شو ډېر به ورته گوته په غاښ کېږي، تا پېژني ځکه ستا پوښتنه يې وکړه، په ښار کې يې د ورور دوکان  دى هلته همېشه پيدا کېږي يو ځل يې وگوره. دوه درې ورځې وروسته مې عزت الله شمسزى د هغه د ورور ه دوکان کې پيدا کړ، کله چې يې وليدم را تر غاړې وته، تود روغبړ مو وکړ او سمدستي يې په دوکان کې د ناستې بلنه راکړه، خپل ځاى يې ماته خوشې کړ او خپله کتابچه يې چې د ناستې په ځاى کې يې د توشکې تر څنډې لاندې ايښې وه را واخيسته له ځان سره مې وويل چې غواړې يې پرې واوړې. عزت الله بې له ځنډه خپل نوى شعر چې په همغه شېبه کې يې ليکلى و، راته واوراوه او بيا يې وويل له خدايه (ج) مې همدا ساعت غوښته چې يو څوک پيدا شي چې خپل نوى شعر ورته ووايم، نږدې و چې د سړک له سر نه يو څوک راوگرځوم، ما ته يې د ننگيال صيب همغه خبره راياده کړه چې راته ويلي يې وو: يوه شپه مې د شپې په نيمايي کې شعر وليکه هېڅوک نه و چې ورته يې ووايم خپله (پيره) مې چې په خواږه خوب ويده وه راويښه کړه (ننگيال صيب خپلې مېرمنې ته د پيرې خطاب کاوه) هيبت وهلې راپاڅېده او ويې ويل څه خبره ده؟ ومې ويل: خير او خيريت دى فقط غواړم خپل نوى شعر درته ووايم. غوښتل مې عزت الله په غېږ کې ونيسم او خپل ستړى شعور پرې دمه کړم خو نوي پېژندگلوۍ اجازه رانه کړه، شپې او ورځې  لکه بادي اوښ په تيزۍ تېرېدې او ما د عزت الله شمسزي د راتلونکي په اړه فکر کاوه چې هر څومره ژر وځلېږي او د کاوون د واورينو څوکو له سره په ټوپو ټوپو د څپو په شور او مستۍ کې د بحر لاره خپله کړي غوټۍ په کې ووهي، مرغلرې ترې راوباسي او د پښتون ټبر ژبې او ادب ته يې امېل کړي.  نېک خيال و،  تېره ورځ شمسزي خپل اخلاص او پېرزوينه په ډاگه کړه او د پېيلي امېل لومړنۍ ننداره يې د چا خبره پر ما ولوروله. ما يې بې له ځنډه پر لوستلو پيل وکړ، پرته له دې چې دمه په کې وکړم سر تر پايه مې ولوستله درې څلور ځايه مې په کې ډېرې کمې نيمگړتياوې وليدې ورته مې په نښه کړې او همداسې مې يو دوه نيم بيتۍ په خپل ذوق برابرې کړې. پوهېږم چې د دود خلاف کار مې کړى دى خو دا مې ځکه وکړ چې پر شمسزي مې لکه د ځان په څېر باور دى. ما غوښتل د عزت الله شمسزي د ټولگې پر ځينو هغو شعرونو لنډه تبصره وکړم چې له هېواد او هېوادوالو سره ترې اورنۍ مينه څاڅي. بيا مې خوښه رانغله، له يوې خوا دې کار ته زيات وخت په کار و او له بلې خوا د ټولگې له نورو شعرونو يې حيا راغله، ځکه ډېر ځله مې په مشاعرو او ځانگړو بنډارونو کې اورېدلي وو او په همغه اندازه راته گران وو لکه شمسزي ته.  پر ځاى بولم چې د گران عزت الله شمسزي د ټولگې په ارزونه کې د نوموړي د ادب دوسته او مشفق پلار درانه حاجي صيب شمس الدين يادونه وکړم، ځکه چې حاجي صيب د شمسزي په غوړېدو کې ستره ونډه اخيستې ده.زه تر ډېره وخته پر دې نه پوهېدم، يوه ورځ شمسزي راته ديوې مشاعرې ټول جريان تېر کړ دى په کې نه و، ما ورته وويل څه خبر شوې ته خو په مشاعره کې نه وې. شمسزي وويل پلار مې راته د مشاعرې ټوله کيسه تېره کړه، په کسټ کې يې هم ثبت کړې ده، هو يو شاعر همدا غواړي چې شعر يې وره په وره   اورېدونکي ولري او زما په خيال له شاعر سره له دې زياته مرسته نه وي، بله ځانگړنه چې دشمسزي مهربانه پلار يې لري هغه داده چې دشمسزي له ټولو شاعرانو ملگرو سره په همغه اندازه مينه ناک دى، هومره چې له شمسزي نه يې سړى هيله کولى شي.گران شمسزيه اوښکې د برچې او ټوپک  په ميل له سترگو نه بېلېږي خو ديو حماسي، عاطفي او موزون کلام په لوستنه د گرېوان لاره نيسي. شعر او شاعري دې همداسې غواړم چې سوزېدلې گروې د اوښکو په څپو ولمبوي او لکه د کاوون نښترې دشپو په تيارو کې له ستورو سره غاړه هسکه يوسي. په همدې هيله گران شمسزي ته د څپو په څېر نه ستړې کېدونکې حوصله غواړم، لکه څپې چې دسيند کاڼي په غېږ کې نيسي زه يې په غېږ کې نيسم او ورته وايم گرانه مبارک.په پاى کې بيا بيا ورته دعا کوم او بيا يې د مينې په څپانده سمندر کې پرېږدم، چې تر عمره دمينې له خالق سره مينه ناک پاتې شي.  په مينه
جلال اباد