د مرغومې په لومړیو ۲ ورځو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي

د مرغومې په لومړیو ۲ ورځو کې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي


  • 3 کاله دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1028

 

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د دوی د لومړنیو موندنو له مخې د جدي میاشتې په لومړیو دوو ورځو کې لس ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

کمیسیون د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا پیښې په کابل ، غزنی او کندهار ولایتونو کې شوي دي.

د دې سازمان د موندنو له مخې په وژل شویو کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي او په پیښو کې د ټپيانو په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده.

کمیسیون د دې پیښو په غندلو سره ویلي، چې د ملکي خلکو وژنه جنګي جنایت او غیر انساني کړنه ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په امنیتي ارګانونو غږ کړی چې د ورته بریدونو مخه ونیسي او عاملین یې محاکمه کړي.