اروپایي ټولنه: ا.ا د کورني مشروعیت له ستونزو سره مخ دی

اروپایي ټولنه: ا.ا د کورني مشروعیت له ستونزو سره مخ دی


  • 2 کاله دمخه (09/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 1241

سمسور (۱۷تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون ویلي، چې اوسني افغان حکومت د ټول‌منلي حکومت رامنځ ته کېدو لپاره هېڅ ګام نه دی اوچت کړی.  

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې اوسنی حکومت ټول‌منلی نه دی؛ نو ځکه یې نړۍ په رسمیت نه پېژني.

هغه زیاته کړې، چې په کور دننه هم د مشروعیت مسئله له ستونزو سره مخ ده.   

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان حکومت بار، بار ټینکار کړی، چې حکومت یې ټول منلی دی او ویلي یې دي، چې نړۍ غواړي د خپلې خوښې کسان پر دوی ور وتپي.