پاکستان: پر چینايي انجینرانو ځانمرګی بریدګر افغان و

پاکستان: پر چینايي انجینرانو ځانمرګی بریدګر افغان و


  • 8 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 301

پاکستان ادعا کړې، چې د خبیرپښتونخوا په شانګله کې پر چینایي انجینرانو د تېرې اوونۍ ځانمرګی بریدګر افغان و. 

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه برید په تړاو یې لس کسان نیولي دي.   

یادې ادارې د برید پړه پر ټي ټي پي اچولې او وایي، هغه قوماندان یې هم نیولی چې دغه بریدګر یې برید ته چمتو کړی و.  

دې ادارې ادعا کړې، چې له باروتو ډک موټر هم له افغانستان څخه د چمن له لارې اړول شوی و.  

ټي ټي پي وار دمخه دغه برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.