جینیوا کنفرانس له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره یوه بې سارې لاسته راوړنه ده

جینیوا کنفرانس له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره یوه بې سارې لاسته راوړنه ده


  • 4 کاله دمخه (25/11/2020)
  • نظيم سمون
  • 1870

جینیوا کنفرانس له سیاسي پلوه د افغانستان لپاره یوه بې سارې لاسته راوړنه ده. تېر کال دا وخت هېڅوک نه پوهېدل چې سبا به څه کېږي. د خلیلزاد دې شعار چې ګډ راغلي یو او ګډ به ځو، د امریکا متحدین او اروپايي ټولنه کنفیوز کړي وو. په افغانستان کې دا درې کاله پر له پسې سیاسي بحرانونه په تصادفي ډول نه دي حل شوي، بلکې کار او خواري شوې. ولسمشر شخصاً په خپله تېرې دوه اونۍ خپل ټول وخت د جینیوا کنفرانس لپاره چمتووالي ته وقف کړی و او د کنفرانس لپاره د سولې او پراختیا ملي چوکاټ سند (ANPDF) یې په خپل قلم ولیکه چې د ټولو مرسته کوونکو له خوا د تائید وړ وګرځېده.

اوس د لارې نقشه معلومه شوه، نړیوال به نور د خلیلزاد مبهم (post peace roadmap) ته منتظر نه وي.