د ننګرهار پنځلس ولسوالیو ته نوي ولسوالان ټاکل شوي دي.

د ننګرهار پنځلس ولسوالیو ته نوي ولسوالان ټاکل شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (07/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1561

د ننګرهار ولایت مقام وایي، چې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل له لورې د یوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې د دې ولایت نوي ګمارل شوي ۱۵ ولسوالان ولس ته ور وپېژندل.

د ننګرهار ولایت د پنځلس ولسوالیو لپاره نوي ولسوالان:

 

۱. مومندرې ولسوالي: نجیب الله انورزی

 

۲. سره رود ولسوالي:  معراج الدین 

 

۳. شینوارو ولسوالي: رڼا ګل شینواری

 

۴. لعلپورې ولسوالي: نقیب الله ناصرزی

 

۵. پچیر اګام ولسوالي: قاري هجرت الله رحماني

 

۶. سپین غر ولسوالي: محمد یاسین بابر

 

۷. روداتو ولسوالي: ذکي الله ستوری

 

۸. شېرزادو ولسوالي: استاد شېر حسن کمالزی

 

۹. بهسودو ولسوالي: عبدالبصیر ګلاب

 

۱۰. خوړیاڼو ولسوالي: محمد ایوب بهار

 

۱۱. نازیانو ولسوالي: شفیق احمد وفاء

 

۱۲. دره نور ولسوالي: عنایت الله هجرت ګردیوال

 

۱۳. بتي کوټ ولسوالي: سلیمان شاه خپلواک

 

۱۴. د کوز کونړ ولسوالي: محمد اکبر

 

۱۵. درو بابا ولسوالي: شمشاد عمر شینواری 

 

د ننګرهار ولایت مقام وایي، چې په دغې سترې ولسي غونډه کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل ولسوالانو ته سپارښتنه کړې، چې ولس ته صادقانه خدمت وکړي، د فساد مخه ونيسي، ولسونو پر مخ د ولسوالۍ دروازې پرانیستې وساتي، ټولو قشرونو ته درناوی وکړي، د خلکو غږ واوري، د ولس په غم او ښادۍ کې ګډون وکړي، ځان د ولس خادم کړي، خلکو سره د الکترونيکي تذکرو په وېش کې همکاري وکړي، پوهنې ته د پرمختګ ترڅنګ ټولنيزې ستونزې حل کړي او په ټوله کې سيمه ييزه حکومتولي پياوړې کړي.