دامریکا نیمایي مرستې د سولې په برخې پورې تړلي.
امریکا وایي افغانستان سره به تر نیمایي مرستې د سولې برخه کې د پرمختګونو په اساس کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جینوا کنفرانس کې ویلي چې له افغانستان سره به د کال شپږ سوه میلونه ډالر مرسته کوي، چې نیمایي یې د سولې برخې ته ځانګړې ده. مایک پمپیو ویلي، دوی په دوحه کې له بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې به د ځواکونو په برخه کې ددوی روزنه دوام کوي.