ننګرهار کې د پولیو نوې مثبته پېښه ثبت شوه

ننګرهار کې د پولیو نوې مثبته پېښه ثبت شوه


  • 1 کال دمخه (28/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 531

د روغتیا وزارت د هېواد په ختيځ ننګرهار کې  پولیو د نوې مثبتې پېښې ثبتېدو خبر ورکړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر پولیو اخته ماشوم دولس کاله عمر لري.

په دې سره په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو مثبتې پېښې شپږو ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان لاهم هغه هېوادونه دي چې وخت ناوخت په کې د پولیو د مثبتو پېښو د ثبتېدو راپورونه ورکول کېږي.