د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رفېع زیاتوي، یوازې په تېره میاشت کې ۲ زره او ۱۲۵ بهرنیو سیلایانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.
په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، دمګړۍ ټول هېواد امن و امان دی او د هېواد امنیتي فضا د سیلانیانو منلو ته چمتو ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي، دغه بنسټ د ولایتونو له سیمهییزو مسوولانو سره په همغږۍ بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د ګرځېدو لپاره خوندي زمینه برابره کړې ده.
په هېواد کې د بشپړ امنیت ټینګښت سره خلک په ډاډه زړه هرې سیمې ته سفر کولای شي.