خلیلزاد: پخواني چارواکي بیا نه غواړو

خلیلزاد: پخواني چارواکي بیا نه غواړو


  • 5 ورځي دمخه (09/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 24

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د پخواني حکومت چارواکي بیا په واک کې نه غواړي.

 

نوموړي ویلي، له اوسني حکومت سره هم د خبرو پلان شته، خو دوی باید په دې فکر وکړي، چې امریکا سره خبرو کې څه وايي.

 

هغه ویلي، له ټول شموله حکومت د دوی موخه دا ده، چې داسې یو نظام رامنځته شي، ترڅو ټول لوري په کې خپل ځانونه وویني.