لندن کې په لومړي ځل د روژې هرکلي لپاره زرګونه څراغونه لګول شوي

لندن کې په لومړي ځل د روژې هرکلي لپاره زرګونه څراغونه لګول شوي


  • 1 کال دمخه (23/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 615

سمسور نیوز (۳وری۱۴۰۲) د لندن په وېسټ اېنډ کونټري واټ کې د لومړي ځل لپاره د روژې میاشتې هرکلي په موخه زرګونه څراغونه لګول شوي دي.   

د برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د راپور له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې په یوه اروپایي ښار کې د روژې په مناسبت داسې ننداره ترسره کېږي. 

د لندن ښاروال صادق خان چې خپله هم مسلمان دی، تېر ماښام ددغو څراغونو د روښانه کېدو بټن کېکاږله.

د معلوماتو له مخې، دغه کابو ۳۰ زره څراغونه به د روژې میاشتې تر پایه روښانه وي.