د محب سفر؛ بریتانیا: د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ یو

د محب سفر؛ بریتانیا: د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ یو


  • 3 کاله دمخه (23/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1306

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بریتانیا ته د خپل سفر پرمهال نن د جنوبي اسیا او ګډو ګټو د هېوادونو په چارو کې د دې هېواد د حکومت له وزیر لارډ طارق احمد سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي محب ویلي، چې د جګړو له کبله موږ او زمونږ  شریکانو ته د بشر حقونو او د ښځو او بې‌ځایه شویو د حقونو ملاتړ مهم دی.

د ملي امنیت سلاکار دغه‌راز له بریتانیا مننه کړې، چې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ ته یې دوام ورکوي.

ورته مهال بریتانیوي لوري ویلي، چې هېواد یې په بشپړه توګه د افغان حکومت ترڅنګ ودرېدو سربېره همداشان د بېلابېلو پراختیايي پروژو د ملاتړ ژمنه هم‌کړې.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په پراختیايي او ډيپلوماټیکو برخو کې د تعامل دوام ته ګډه لېوالتیا ښودلې‌ده.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محب، د بریتانیا حکومت له سیاسي او امنیتي رهبرۍ سره د لیدنې په هدف دغه هېواد ته تللی، چې په دې سفر کې به د دې هېواد له چارواکو سره پر بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې ولري.

نوموړي ترې دې مهاله، له خپل بریتانوي سیال، د مخکښانو مجلس له غړې، د دفاع وزارت له لوی درستیز او د دې هېواد د حکومت وزیر سره د جلا ناستو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د افغان سولې، د ترورېزم پر مبارزې، د روان وضعیت د سمون، د طالبانو د وروستي تاوتریخوالي پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په هکله بحث او د نظرونو تبادله کړې.

بل لورته بیا په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په یو ټوېټ کې ویلي، چې روان کال به افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې له سل میلیونه پونډه ډېره مرسته وکړي.

دې سفارت دغه‌راز زیاته کړې، چې حکومت یې د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره ۷۰ میلیونه پونډه مرسته هم سږکال دوامداره ساتي