چین د افغانستان او تاجیکستان په پوله پوځي اډه جوړوي

چین د افغانستان او تاجیکستان په پوله پوځي اډه جوړوي


  • 3 کاله دمخه (28/10/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1178

رویترز راپور ورکړی، چې ښایي چین د تاجیکستان او افغلنستان پوله کې یوه پوځي اډه جوړه کړي.

 د سرچینې په خبره، د دې اډې هوکړه لیک د لړم میاشتې په ۸ نېټه د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت لاسلیک شوی دی. 

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تاجیکستان، خپل هېواد کې د اسلام ګرا ډلې له نفوذ څخه اندېښنه لري.

په ورته وخت کې بیا یو شمېر شنونکي باور لري، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، چین غواړي، چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

که څه هم چین په رسمي ډول په افغانستان د پوځي حضور د نه داخلېدو خبره کړې؛ خو باور دا دی، چې چین له طالبانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د چین د پوځي اډې خبره په داسې حال کې کیږي، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې امریکا ته پوځي اډې ور نه کړي.