جرمني ۴۰ افغان کډوال بیرته کابل ته رالیږلي

جرمني ۴۰ افغان کډوال بیرته کابل ته رالیږلي


  • 4 کاله دمخه (17/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1189

 

په نړۍ کې د کرونا وبا له خپریدو سره، جرمني د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه.

د معلوماتو له مخې دغه هېواد اوس بېرته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده او په وروستي پرواز کې یې شاوخوا ۴۰ افغان کډوال بېرته کابل ته رالېږلي دي.

په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ناسم اقتصادي او امنیتي وضعیت له امله زرګونه افغانان اروپايي هېوادونو ته کډوال شول چې ډېری یې جرمني ته لاړل.

خو دغه هېواد د ټولو کډوالو له منلو ډډه وکړه چې په همدې لړ کې یې لسګونه کډوال بېرته افغانستان ته راولېږل.