په ایران کې پر افغان کډوالو د ډزو مالومات خپاره شول

په ایران کې پر افغان کډوالو د ډزو مالومات خپاره شول


  • 1 مياشت دمخه (31/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 44

سرپرست حکومت په ایران کې د وژل شویو افغان کډوالو د پېښې د څېړونکي پلاوي پایلې شریکې کړې. 

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ایران او پاکستان پر پوله کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې او چاودنې شوي چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي. 

فطرت زیاته کړې، چې د وژل شویو ترڅنګ یې ۳۴ کسان چې د پېښې عیني شاهدان وو هېواد ته رالېږدولي دي. 

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پېښې په اړه د ټاکل شوي پلاوي خپلې څېړنې لا هم نه دي بشپړې کړي.