چارواکي: ننګرهار کې افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژلي.

چارواکي: ننګرهار کې افغان ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژلي.


  • 3 کاله دمخه (02/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1485

سمسور (یکشنبه د غویي ۱۲) افغان چارواکي ادعا کوي، چې په ننګرهار ولایت کې یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژلي دي.

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه د یاد ولایت سره رود ولسوالۍ غازي بابا سيمه کې د افغان ځواکونو په ځوابيه بريد کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

چارواکي همداشان زیاتوي، چې د نښتې پر مهال د وسله طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.

تردې دمه طالبانو د افغان دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښکاره کړی.

بل لورته د یاد ولایت رسنیز دفتر له لوري په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ طوطو سيمه کې تېره ورځ امنيتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.