پر کابل پوهنتون برید دداعش ترنوم لاندی طالبانو کړې

پر کابل پوهنتون برید دداعش ترنوم لاندی طالبانو کړې


  • 3 کاله دمخه (17/11/2020)
  • عبدالمنان توحیدیار
  • 1411

له لومړۍ ورځې د افغانستان د استخباراتو مالوماتو وښودله چې پر کابل پوهنتون برید حقاني شبکې طرحه کړی او سر ته رسولی دی.

هغه ورځو کې حقاني شبکې د نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ پوره هڅه وکړه چې د دې برید مسوولیت له ځانه لیرې کړي، خو و نه توانیدل.

په دې تړاو یې جعلي عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي او دا برید یې د داعش په اوږو واچو.

خو اوس ښکاره شوه چې برید د حقاني شبکې کړی او د حقاني شبکې په بطن کې حزب التحریر او داعش ځای په ځای شوي دي چې هر کله ترې طالبان او حقاني شبکه ګټه اخلي.

داعش یوازې نوم دی. چاچې دا کار کړی دی څو هویته لري، حزب التحریر،طالب، داعش او نور. یعني هر وخت چې اړتیا وه له یوه نوم او ځانګړي لقب څخه يې ګټه اخستې ده.

پر کابل پوهنتون د برید په تړاو موندنې ښيي چې ددې برید طراح عادل ولد محمد عارف دی چې تر دریم ټولګي پورې يې د شریعاتو پوهنځۍ لوستی دی. نوموړی بیا وروسته د حقاني شبکې د سابقه داره غړي ثنا الله پواسطه جذب شوی ترڅو چې دا جنایت وکړي.

عادل ته ویل شوي چې داسې کار باید وشي چې دا حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنامه شي، او د خلکو په ذهنونو کې نا توانه او کمزورۍ شي او ورته ویل شوي وو چې دا کار پر پوځي اهدافو د بریدونو له لارې نه کیږي.

حقاني شبکه جمع طالبان او نورې ترهګرې ډلې په دې هدف کې تر یوه حد بریالي و چې افغان حکومت یې تر فشار لاندې راوست، له ټولو سره پوښتنه وه چې څنګه بریدګر پر پوهنتون برید کوي او ډيرې نورې نیوکې پر حکومت وې.

خو یو څه چې روښانه شول او ډاډ رامنځ ته شوی ، هغه دا چې د ترهګرو له هر ډول جنایتونو نقاب پورته کیدلی شي او استخباراتي او کشفي ارګانونه د دې وړتیا لري چې په خپل توان باندې د برید تر شا کسان او اهداف ترلاسه کړي.

عادل اصلا د پنجشیر ولایت دی او کورنۍ يې په پلچرښي کې اوسیږي.

د سیمې خلک وايې نوموړی له دریو کلونو راهیسې لادرک و او اوازه وه چې د روزنې د ترلاسه کولو لپاره بهر تللی او ویلي يې دی چې په خوست کې يې له حقاني شبکې څخه وسله هم ترلاسه کړې ده او د ثناوالله لخوا ورته لارښونه کیده.

کیدلی شوه چې عادل ویلی وی چې له داعش او یا بلې ترهګرې ډلې سره اړیکې لري، خو دا چې د عادل اړیکه له حقاني شبکې سره وه او کس یې هم مشخص کړی، نو په دې کې هیڅ نه دي پاتې نور بحث پرې وشي.

طالب او حقاني شبکه له هرې ممکنې لارې جنایتونه کوي، تاوتریخوالی کوي او په دې سره غواړي چې افغان حکومت کمزوری وښيي او حکومت تر فشار لاندې ونیسي چې د طالبانو هر ډول غوښتنې ومني.