د جرمني او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د جرمني او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (18/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 521

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دې هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د جرمني له بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر او جرمني ددې لوړپوړو چارواکو خبرې تر ډېره په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو او په سیاسي او امنیتي برخو کې پر پرمختګونو راټولې وې.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې لیدنې پر مهال دواړو خواوو په افغانستان کې د داخلي بحران د مخنیوي، سولې، د نجونو زده‌کړو، بشر حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونو ته د درناوي په برخو کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه د جرمني او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبرې داسې مهال دي، چې همدغه دواړه هېوادونه د افغانستان په مسایلو کې تر نورو ډېر ښکېل وو.