پاکیستان؛ څه وايي، څه کوي او څه غواړي؟

پاکیستان؛ څه وايي، څه کوي او څه غواړي؟


  • 6 مياشتي دمخه (22/12/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 313

په سیمه کې د پاکیستان او په لوی سر کې د انګریزي ښکېلاک سیاست هم خورا پېچلی دی، هم ډېر سرسري او ساده. 

فقط باید په دې پوه شو، چې دغه مصنوعي پوځي واکمني ولې په دې سیمه کې جوړه شوه او د سړې جګړې پرمهال څه ونډه ورسپارل شوې وه، تر سړې جګړې راروسته د زبرځواکونو له ګټو سره سم پاکیستاني سیاست او د پوځي چاوڼۍ لپاره جوړ شوي دغه هېواد برخلیک څنګه بدل شو؟ 

په پاکیستان کې روان پوځي ناورین او په افغانستان کې یې له نوې واکمنۍ سره زرګري خرپ و ترپ او های و بګیر دا ټول مدیریت شوي دي. لاتراوسه هیڅه د دغه هېواد د پوځي استخباراتو له کنترول څخه بهر نه‌دي. 

په دې منځ کې د پاکیستان اقتصادي کړکېچ ریښتیا دی. دا هېواد پر پیسومینځلو د څار نړیوال بنسټ FATF  له دې کبله په خړ لیست کې اچولی و، چې ګواکې ترهګر روزي. د پاکستان په اړه د ترهګرپالنې کلیشه دومره مشهوره شوې، چې دغه هېواد یې له هره اړخه څنډې ته کړی دی، له همدې کبله اوس غواړي د ترهګري بوینه مرداره د افغانستان خاورې ته راوغورځوي. پاکیستان یوه مصنوعي جګړه جوړه کړې، په خپل غاصبانه قلمرو کې هغه انسانان (پښتانه او بلوڅ) وژني، چې پاکیستاني پوځ ته یې تر ژوند مرګ غوره ښکاري او درېیمه درجه اتباع بلل کیږي. پاکیستان پښتانه افراطیون وسله‌وال کړي او پښتانه پرې وژني، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده، پښتون و بلوچ وژل کیږي او پاکیستان شپه و ورځ چیغې وهي، چې د ترهګرۍ قرباني دی او ترهګر له افغانستانه ورځي. دا هغه اپوټه شوې چیغې دي ، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د پاکیستان په وړاندې وهلې، خو دا دی، په دوو کلونو کې دا کیسه سرچپه شوه. د پښتنو په وژلو دغه هېواد خپل نړیوال دریځ له ترهګرپالنې د ترهګرۍ قربانۍ ته وربدل کړ. 

پاکیستان ته بله ورپېښه ربړه دا ده، چې نور نو د تېرې نیمې پېړۍ په شان پریومهال د چین و امریکا دواړو یارانه پاللی نه‌شي. امریکا ورته کرښه راکاږلې، چې یا زه یا زما سیال. امریکا په تېره نیمه پېړۍ کې له چین سره د پاکیستان تر شاتو خوږه او تر سمندر ژوره (!) یارانه ځکه زغمله، چې یو خو یې د شوروي او بیا په ظاهره د ترهګرۍ په ضد جګړو کې پاکیستان ته اړتیا ډېره وه او بله دا، چې تر ۲۰۰۰ کال مخکې چین لا له اقتصادي پلوه دومره نه و پړسېدلی، چې د امریکا ګټې دې تر دې بریده وګواښلای شي. اوس امریکا په زغرده اعلان وکړ، چې روسیه یې دوښمن او چین یې تر ټولو لوی اقتصادي رقیب دی او پرې به نه‌ږدي، چې ژېړښامار تر دې لا غوټ او خونړی شي.  

د پاکیستان لویه تمه سي پیک (یوه لار،  یو کمربند) ته وه. دا د چین څو میلیاردي پروژه وه، چې پاکیستان یې د لنګې غوا په شان لوشلو ته بادیه ډنګوله، خو اوس لکه چې امریکا دغه بادیه له خاورو ورډکه کړه.  بلوڅ پاڅون د چین ګټې ګواښي. بلوڅان جدي دي. بلوڅان د پښتنو په شان د پنجابي مدرسو په ایډیولوژیک منتر کې ښکېل نه دي، نه د پاکیستان پروا لري او نه د پاکیستاني استخباراتي ملایانو او نه د هغوی د تکفیر.

 پرپاکیستان دواړه لنګې غواګانې وچیږي. امریکا لغتې اچوي، چې له چینه لاس وانه‌خلې ټکی شیدې به درپرې نه ږدم او چین ورته وايي: لاره راکړه او زما د څومیلیارد ډالري پروژې امنیت ټینګ کړه، چې غولانځه درپرېږدم او که نه زهر دې شه. 

پاکیستاني پوځ چې د سړې جګړې پر مهال له نړیوالې سیالۍ پریمانه پیسې ګټلې د انګریز و امریکا د لنګو غواګانو په وچېدو چین ته داړې جنیګې کړې،  خو له ژېړ ښامار  څخه ویښته شکول له اور سره لوبه ده. 

پاکیستاني پوځ د خپل تاریخ په اوږدو کې لومړی ځل دی په خپل‌منځي ویش و تربګنۍ اخته شوی، دا شی د پاکیستان ملا ماتولای شي. د پوځ دننه پټې و ښکاره شخړې او نادودې اقتصادي لاملونه لري. پوځ د پاکیستان خاوند و، د ټولې پاکیستاني ګټې سرشیر و پيروی یې خوړ. جنرالانو یې په نړۍ کې رومانتیک ټاپوګان په پیسو اخیستل او د نړۍ ښکلې ماڼۍ او نجونې د دوی وې. ساده پوهاوی یې دا دی، چې د دغه پړسول شوي پوځ خېټه غټه،  اشتها ډېره خو مخه یې سپېره ده.

 اوسنی پاکستان دغه پوځ په ګېډه مړولای نه شي، ځکه نور نو نه د سړې جګړې نازولی دی او نه د ترهګرۍ د جګړې اسانچاری، بلکې پر داسې دوه‌لارې ولاړ دی، چې یا باید چین ته مخه کړي، یا امریکا ته. 

په پاکیستان کې روانه جګړه د چین او امریکې د ګټوشخړه ده او پاکیستان یې له دواړو څخه د څه بودولو په تمه مدیریت کوي، لاتراوسه یې قربانیان یوازې ساده پښتانه او مظلوم بلوڅان دي. پاکیستان په روستیو شېبو کې چین ته وايي: پیسې راډېرې کړه، چې د سی- پیک امنیت خوندي کړم او امریکا ته وايي: شکرانه راډېره کړه، چې له خپل ګاونډي ملګري ښامار سره د دوستۍ پرېښودلو په قیمت خو وارزي.

 امریکا ته د پاکیستاني پوځي واکمن روستی سفرد همداسې یوې غوښتنې لپاره و، خو له ورایه داسې ښکاري، چې امریکا چندان دانه نه‌ده ورته اچولې.  

پاکیستان په بشپړه بېرحمۍ افغان کډوال راشړي، ځکه نور نو دوی ته د سړې جګړې او د امریکايي پروژو د چلولو د زمانې په شان وړیا سرتیري نه ښکاري، خو اصلي کیسه دا ده، چې په دې شورماشور او لچرۍ کې نړۍ ته ښيي: چې ګواکې هم پخوا افغان کډوال ترهګر وو او هم اوس. 

پاکیستان له پښتنو ملتپالو  پخوانۍ [ دهیند د ویش له زمانې]  ویره لري، د دې لپاره انګریزانو درې لارې ورښوولې وې: 

لومړی: پښتانه په دین میین خلک دي، نو په عقیدوي لومه کې راښکېلولای شې. پرېمانه استخباراتي مدرسې، جوماتونه او خانقاوې ورته جوړې کړه او سرکاري ملایان، شېخان او پیران ورته وټاکه. دا په خولو کې ورکړه چې پاکستان قلعه اسلام، دارالاسلام او یوازینی هېواد دی، چې د اسلام په شعار جوړ شوی دی. بس په همدې دې پښتانه وړیا اربکیان دي. 

دویم: ملتپال یې په خپلو کې ښکېل کړه، د واک او امتیازاتو په تمه یې سره دوښمن کړه، قبیلوي شخړې ورجوړوه، په سني و شیعه یې وویشه، تربورګلوي په کې چاغه کړه، له ښوونځیو او پوهنځیو یې لرې ساته، شعوري یووالي او ویښتیا ته یې مه پرېږده. ترهرڅه وړاندې یې ملتپال وروځپه. 

درېیم: په واک او پوځ کې یې انفرادي شامل کړه، پرېږده چې تر لوړو څوکیو ورسیږي، خو د افرادو په توګه. هیڅکله یې د ملتپالو جوړښتونو په چوکاټ کې سیاست ته مه راوله. د ملتپالو پرځای یې بنسټپال او استخباراتي دینچاري پیاوړي کړه، مدرسې ورکړه او مریدان ورته ونیسه. 

له دې سره به پاکیستان‌میشتي پښتانه هم ستا شي او ساده کلیوال افغانستان‌میشتي پښتانه به هم تر خپل افیوني اغېز لاندې خپل وړیا سرتیري کړې. 

بلوڅ ملتپال مبارزین په دوو دلایلو تر پښتنو ملتپالو بریالي او ګواښمن دي، لومړی دا چې د استخباراتي مدرسو په جال کې ښکېل نه شول. او دویم ملتپال مبارزین یې د پاکستاني استبلېشمېنت په جال کې ونه‌نښتل. د څوکیو نیولو په لیونتوب کې یو له بل سره دوښمني ته د پاکیستان‌پلوۍ سیالي پیل نه کړې. 

په افغانستان کې له پاکیستان څخه کرکه په یوه قاطع عامه ذهنیت بدله شوې ده، دا کرکه دومره عمومي او ساري ده، چې که هرڅوک غواړي په افغانستان کې واک ولري، ښايي لږ ترلږه خپله پاکیستان‌پالنه پټه کړي. کېدلای شي د واکمنې وسلوالې ډلې ځینې عام او په  قاعده کې بې صلاحیته غړي به د ملي ولولو تر اغېز لاندې ریښتیا هم د پاکیستان مخالف وي، یا به یې په منځ کې ځینې فرکسیونونه له دې هېواده کرکه لري، خو مبهمه تصمیم‌نیونکې هسته لاهم تر بشپړ استخباراتي کنترول لاندې ده. 

پاکیستان پر افغانستان واکمنې ډلې باندې د فشار راوړلو او دوی په خپل مدیریت و کنترول کې ساتلو لپاره خورا ډېر ریزرفونه په لاس کې لري. ملا فضل‌الرحمان له خپلې هیندوستاني ژېړې پګړۍ سره لاهم ایډیولوژیک راج چلولای شي. د اکوړه خټک حقانیه مدرسه او زرګونه نورې هډې لا هم د کنترول د رېموټونو کار ورکوي.  پر افغانستان د واکمنو د کورنیو، شتمنیو او کاروبارونو د یرغملتیا مهمه برخه خو لا هم د پاکیستانیو په واک کې ده. 

د پاکیستاني طالبانو د خرپ و ترپ چاودنې و  وژنې پاکیستاني استخباراتو ته څو ګټې لري: 

لومړی: ټولې نړۍ ته ورښيي، چې پاکیستان د ترهګرو روزونکی او پالونکی نه، بلکې ګواکې د ترهګرۍ قرباني دی او دا په حقیقت کې افغانان دي، چې هم خپل وطن او هم پاکستان او د نړۍ نور هېوادونه ګواښي. 

دویم: په دې ګډوډۍ کې ریښتیني پښتني ملتپال ځواکونه او غورځنګونه په اسانه ځپل کېدلای شي. 

درېیم: ظاهراً په پاکیساني تالیبانو  پسې راوتلی پاکیستاني پوځ ټوله پښتني سیمه لاندې کوي، خپل هر ډول مخالفین ځپلی شي او ملتپال غورځنګونه له پښو غورځولای شي. په دویم ګام کې ځان خپل سراتيژیک عمق ته هم رسولای شي او هغه په افغانستان کې دننه پوځي – استخباراتي جال غوړول دي. 

څلورم: پوځ خپل بشپړ واک ساتي او په ټولیزه توګه دیموکراتیکو جوړښتونه ته د مخالفت او ځان خوځولو وخت نه پاتیږي. 

پینځم: امریکا ته ویلای شي، چې موږ لا هم د نیابتي جګړو د غځولو توان لرو او هرځای دا چاره ترسره کولای شو. 

شپږم: ټولې خونړۍ پېښې د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې متمرکزې او منحصرې دي، دلته خو یو پښتانه تباه کیږي او د «ریاست!» دوښمني ته زړه ښه کولای نه شي، بله خبره دا ده، چې د ځپل شويو سیمو ټول اقتصادي امکانات او سرچینې (اوبه، کانونه، بشري ظرفیت، کرنیز محصولات او نور) به وړیا پنجاب ته وررسیږي. 

پاکیستان لکه لړمه د خپلو بچو په غوښو پايي، خو ستراتيژيک اهداف یې ډېر پاخه ټاکلي. چې غواړي په هره بیه او خورا خونړیو لارو هم ځان ورورسوي. 

له دې لړمې د ژغورنې ایکي یوه لاره ده؛ د ټولو افغانانو او تر ډيورند کرغېړنې کرښې پورې غاړه پښتنو ویښتیا او روښانتیا، یووالی او لوړ سیاسي شعور.

 د انګریز او پاکیستان له زړو چلونو او دسیسو یې خبرول او د دوی د شعوري ارادې په رڼا کې له روان ناورین څخه د ټولې افغاني جغرافیې ژغورل. 

.

 

بله هېڅ ليدلې نه شي په دا منځ کې

يا مغول له مينځه ورک يا پښتون خوار