حماس د اوربند په طرحه کې د بدلونونو غوښتنه کړې، امریکا یې نه مني

حماس د اوربند په طرحه کې د بدلونونو غوښتنه کړې، امریکا یې نه مني


  • 4 ورځي دمخه (01/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 26

حماس له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا په طرحه کې د بدلونونو غوښتنه کړې؛ خو امریکا رد کړې او دا یې د نه منلو بللې دي. 

حماس په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دې طرحه کې باید دایمي اوربند او له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل په پام کې ونیول شي.

حماس زیاته کړې چې د دغو غوښتنو د منلو په صورت کې چمتو دي چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې لس ژوندي بندیان او د ۱۸ وژل شویو بندیانو جسدونه اسرائیلو ته وسپاري.

بل لورته د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف د حماس غوښتنې رد کړې او دا یې د نه منلو وړ بللې دي.

ورته مهال، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د حماس دغه غوښتنې غندلی او ټینګار یې کړی چې پر غزه به یې بریدونه دوام ولري.

د یادونې ده چې د امریکا په دغه طرحه کې ۶۰ ورځنی اوربند، د فلسطینيانو په بدل کې د ژوندیو او وژل شویو اسرائیلي بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو لېږد شامل دي.