شاعرانه بغاوت

شاعرانه بغاوت


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • انقلاب ملکزی
  • 2198

ګورې به چې زړه مې بغاوت کوي کنه؟

تنده خلاصومه د خمار له زولنو

 

شاعرانه بغاوت

بغاوت په ډکشنري کې په (ناکراري، پارېدنه، سرغړونه، شورش، غوغا، فرمان نه منل ... مانا کوي.

د شريعت له نظره بغاوت داسې تعريف لري:

  بغاوت په لغت کې له تجاوزاوله خپله حده تېرېدنې ته وايي او په اصطلاح کې  د هر شرعي حاکم په مقابل کې بې له شرعي اجازې نه قيام ته بغاوت وايي، نو که حاکم شرعي نه ؤ او يا قيام د شريعت  مطابق نه وه دا قيام بغاوت نه ګڼل کيږي.

خو په عامه اصطلاح زموږ په ټولنه کې خلک بغاوت څنګه تعبيروي؟

له یو کار نه سرغړونې ته بغاوت وايي.

يا: له یو ټاکلي مسير څخه انحراف بغاوت بلل کېږي. د یو کار په خلاف راپورته کېدل/ غږاوچتول بغاوت دی.

بغاوت ښه هم کېدای شي، بد هم!

هغه بغاوتونه، چې ټولنې ته زيان رسوي بداو هغه بغاوتونه، چې ټولنه د پرمختګ په لور سوق کوي او ټولنې ته ګټه رسوي ښه بغاوت بللی شو.

بغاوت په ځینو وختونو کې  د دود، دستور او فرهنګ د ماتولو لپاره يوه وسيله ګڼو. په عامه اصطلاح کله کله هغه اصول چې ټولنې منلي وي او يو فرد يې ماتوي یا: نوي اصول وضع کوي هم بغاوت ګڼل کېږي.

که په ټولنه کې اوږده کالي رواج وي او ته لنډ کالي کوې یا ټول افراد کالي اغوندي او ته پتلون واغوندې بغاوت شو .

په پښتني ټولنه کې د ښځو لپاره چادري یو دود دی ، خو که یوه ښځه بې چادري راوځي دا بیا بغاوت شو په دفترونو کې د افغان میرمنو کارکول بغاوت ګڼل کېږي ، ځکه چې زموږ په ټولنه کې ښځې په کور کې ساتل کېږي .

ځينې خلکو ته بغاوت د لیونتوب یوه بله بڼه ښکاري او باغي شخص لیونی بولي .

دا هغه تصورات دي، چې ټولنه او عام ولس یې د بغاوت په اړه لري.

اوس راځو شاعرانه بغاوت ته!

شاعرانه بغاوت

په شعر کې بغاوت څه دی ؟

په شعر کې هم بغاوت په پورته مانا کارېږي.

هغه شعرونه چې زمونږ د ټولنې له دودونو په کې سرغړونه شوې وي باغي شعرونه دي یا په شعرونو کې هم د یو څه خلاف غږ اوچتول بغاوت دی .

بغاوت باید په هنري ژبه وي په شعر کې بغاوت ځکه خوند پیدا کوي چې عادت ماتوي او شاعري هم د عادت ماتولو ژبه ده .

بغاوت یوازې په عشقي برخه کې کېدای شي؟

زموږ شاعران تر ډېره بغاوت په عشقي برخې پورې محدودوي. کله چې چا عشقي شعر ویلی وي دوی يې بغاوت بولي .

په شعر کې بغاوت یوازې عشقي مسایلو پورې محدود نه دی ، بلکې مذهبي، دیني، سیاسي...مسایلو کې هم بغاوت کېدای شي .

په پښتو ادب کې خوشحال خان هغه شاعر دی چې د زړه غوټه په زړه نه پرېږدي او هر څه په څرګند ډول بیانوي ده ته تر ډېره د باغي شاعر ګوته نیول کېږي خوشحال بابا هغه څوک دی ، چې په خپله شاعري کې یې ډېر ځنځیرونه مات کړي او ډېرې ناویلې یې ویلي دي . دی چې د شاعري تقریباً ډېره برخه یې عشقي دی په عشقي شاعري کې د ده بغاوت له ورایه څرګند دی دلته د بابا هغه بیت راوړم چې دی نورو ته په خپله د پښتني ټولنې دودو او دستور ښیي: 

خوله یې پټه خوره خوشحاله  

باز د ښکار غوښې په غلا خوري 

په شعر کې الفاظ یاغي دي ، خو مانا بغاوت نه لري دلته د ټولنې دود دا دی، چې ته به خوله پټه اخلې که څه هم ته څومره زورور یې .

بیا وایې :

زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم 

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه 

د خوشحال بابا په وخت کې داسې خبرې کول په پوره مانا سخت کار وه خوله اخستل اوخوله ورکول هغه خبرې دي ، چې له ده نه مخکې د هېچا په شاعري کې نه لیدل کېږي.او که وي هم ډېرې نادرې به وي .

یا:

زه خوشحال که له تا خواست کړم مستحق يم

خوله زکات راکړه! د حسن له نصابه 

موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې داسې سپینه وینا نه خوښوي او زمونږ پښتونواله هم دا نه مني ممکن دا خبره خلک د شریعت خلاف هم وبولي .

موږ شیخانو ته زیات درناوی لرو د ټولنې نخبه ، له ګناهونوپاک، سپیڅلي او د باور وړ خلک یې بولو ، خو خوشحال بیا دلته هم بغاوت کوي او شیخان زمونږ د نظر بر عکس تعبیروي .

که هزار ځله شېخي کوې خوشحاله 

چې ښه ښکلي رانژدې شي بیا یې ښکل کړې 

***                        

که مې چېرې لاس د واک در ورسېږي 

په سپین مخ به دې د غاښ نخښې سیاه ږدم 

معاصره شاعري چې تر ډېره لوړ پرواز کوي او شاعران یې لوستونکي د خیال لوړو پوړیو او د فکر ژورو ته بیایي هغه شاعري ده، چې پراخه لمن لري او ډېر لعلونه په خپله لمن کې ځایوي په دغه دوره کې په نورو موضوعاتو سربېره بغاو ت هم عام شو او ډېرو شاعرانو په شعرونو کې په مختلفو شکلونو غږ پورته کړ .

مطیع الله تراب د سپين بغاوت په نوم شعري ټولګه لري تراب داسې نظمونه وایي چې تر ډېره د مظلوم د زړه غږ وي دی په زیاتو نظمونو کې د ارګ خلاف غږ پورته کوي دتراب تقریباً ټوله شاعري د بغاوت ژبه لري .

دلته په ارګ کې دپښتو ژبې ته کلپ پروت دی 

څوک چې یې وایي د هغو ژبې ته کلپ پروت دی ....

***

د چا په کور سېلاب ختلی په چا بم پرېوتی 

ته په دربارکې په کباب او پلوونو ډک شوې 

او د ولس د تنده غرو خوله له خاور ډکه 

تر اخره 

په ځوانو شاعرانو کېAzal jee هغه شاعر دی،چې بغاوت خوښوي او دی وایي شاعري باید یو څه باغي وي .   Azal jee هغه څوک دی چې یوازې په شاعرانه ژوند کې باغي نه دی ، بلکې په روزمره ژوند کې هم باغي دی زه دی په ټولنیزه شبکه تعقیبوم د ده له پوسټونو د بغاوت غږ اوچتېږي .

سترګې دي که خوله ده که سينه ده میکده ده 

یو جهان نشه پکې پرته ده میکده ده

و دې څکه شراب په تند میزاجو ساقي ګله 

ما خوړلې خوله، خوله مې خوږه ده میکده ده

***

دواړه سینه ګۍ دې تر راوتي دي 

دا دې څه رقم جامې اغوستې دي 

زمونږ په ټولنه کې ملا ته د احترام په سترګه کتل کېږي ، خو دی هغه ملا ته د کوستیزن خطاب کوي چې د عسکر مرګ روا ګڼي .

شراب یې بې مزې دي ساقي د سپي بچی دی 

چې مرګ د عسکر حق بولي ملا مو کوستېزن دی 

باغي شاعري ولې خلک خوښوي؟

ځوان فطرتاً سرشار وي د ډېرو قواعدو او قوانينو تابع نه وي. د شاعري ډېر لوستونکي هم ځوان نسل وي. دوي  د ذوق د خړوبولو لپاره شاعري مطالعه کوي او تر ډېره خپله د ذوق تنده د شاعري له سينده خړوبوي.او خپل احساسات له همدې لارې سړوي.

د بغاوت یادونه په شاعري کې ډېره کېږي ولې پر دغه موضوع زمونږ په ادبیاتو کې کار نه کېږي.

ايا دا موضوع په څېړنه نه ارزي ؟

هغه بغاوت چې شاعران يې يادوي بل دی؟

يا په شاعري کې بغاوت شتون نه لري؟ که نه یې لري نو بيا یې ولې شاعران يادونه کوي؟ 

دا او دې ته د ورته پوښتنو د ځواب منتظر به زما په شمول ډېر وي. هيله ده دغه انتظار مو یو څوک پای ته ورسوي.