هغه ليونۍ ده!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نذيراحمد سهار
  • 1222

باران په شړق شړق وريده، د باران څاڅکو د ونو شنې پاڼې مينځلې. د چاپيريال په اوږو سکوت پښې اړولې وې،  چوپه چوپتيا وه ، يوازې تالندې او بريښنا کله ناکله د ماشومانو اوښکې بهولې. صفيه د کلا له ديوال سره ولاړه وه، د باران بهير  لمده خيشته او له سره يې تر پښو پورې مينځلې وه.
دکلا ديوالونه  خټين و، کله کله به يو پرېړخټه راولويده. صفيه به ووېريده، يوې او بلې خوا ته به يې وکتل بيا به يې ژر ريږدېدونکي لاسونه په سينه کښېښول. د باد څپو هم د باران قافله بدرګه کوله ، صفيه له سړو څخه ريږدېدله  دواړې سترګې يې د کلا په وره کې نيولې وې.
دزبير د کلا ور وسپنيز و، خو چاجر( پتري ۱)  يې څو ځايه د روسانو د مرميو په زور سوري  شوي وو،  پلار يې ډير شوم و، له افغانستان څخه يې په تنظيمي لارۍ کې پيښور ته راوړی و او دلته يې په خپله کلا کې لګولی وو.
زبير له کلا څخه راووت ،پر اوږه يې چارۍ راخيستې وه،ژر ژر يې د کور بنده وياله پاکه کړه . انګړ يې ټول له اوبو څخه ډک و.
صفيې د ديوال  له کونجه پټ پټ ورکتل ،پر ګلابې اننګو يې د اوښکو څو شبنمي څاڅکي راوڅڅېدل ، څو پر له پسې سړو سلګيو واخيسته ، څادر يې له پېڅکي راونيو ، خپلې اوښکې يې پرې وچې کړې او بيرته يې ديواله ته ډډه ولګوله. باران زبير لوند خيشت کړ. په انګړ کې ډنډ اوبه په يوه منډه راووتې او ټوله لاره يې ونيوله، زبير بيرته چارۍ پر اوږه کړه، وريې پرانيست او کورته ننوت.
صفيه دوه ګامه را وړاندې شوه، د وره پر لور يې ورو ورو ګام راواخيست ، بيرته پښه نيولې شوه ، په زړه کې يې څه  وروګرځيدل، سوکه سوکه شا ته لاړه ، لکه ماښام په خپلو تورو  ببرو څڼو وېرولې وي. ګامونه يې چابک  کړل او په بيړه بيړه يې د کور پر لور روانه شوه.
استاذ امين  د دې دکورنۍ يوازينی غړی و، چې ورپاتې و.  دايې څوومه مياشت وه ، چې جګړې ته تللی و  او بيا يې کورته سر نه و راښکاره کړى. مخکې  به په شپږو اوو مياشتو  کې يوځل دوه ځله کورته راته ، خو داځلې ددې په قسمت هغه هم وځنډېده.
صفيه  د استاذ دې ځنډېدنې ته ډيره انديښمنه وه. رنځونو او کړاوونو ډيره ځپلې وه، کله کله به يې بې دريغه له سترګو اوښکې راوبهيدې او لاندې به يې پر باړخوګانو لارې وکړې. د امين  له راتګه يې نوره تمه وشلېده ، نور نو هر وخت زيارت  و او د صفيې تګ ! کله کله به چې د مور د قبر سرته  کښېناسته، نا پامه به يې پر شناختو باندې بنګړي مات کړل او بيا به يې ټول د قبر په منځ ور وشيندل.د صفيې ګوزاره  ډيره مشکله شوه. څه وخت يې د کور د سامان په خرڅولو ژرنده و ګرځيده، خيمې ، کالي ، لښتۍ اميل او... يې هم وپلورل، خو چې هرڅه يې له لاسه  ووتل اود پولۍ ټک ته کښيناسته، د کور په وره پسې يې قلف واچاوه او سوالګرۍ ته يې ملا وتړله .
د هشنغرۍ او فردوس تر مينځ په پرتې لارې ټولې هټې به يې ګز او قدم كړې، چا به غيران  او څلور انې ور کړې، چا به په پوښتنو پوښتنو له  سواله بېزاره کړه.
ځينو ځينو به ورته ويل:
- ځوانه ښځه يې ميړه وکړه!
- ستا غوندې ښځې په کور ناستې وي چې ميړه نه کوې، خود به سوالګره وې 
صفيه  به غلې وه. د دا رنګ خلکو د  پوښتنو له ځوابه وتلي وه، نوره له داسې خبرو سره عادت شوې وه. دومره بدې پرې نه لګيدې.
زبير هم په ښارکې د وچو ميوو هټۍ په اصطلاح يو جنرال  سټور درلود. دکلي خپلو خپلوانواو ملګرو به سودا له زبير څخه وړله. احمد اوحسين  هم کله کله  ښار ته راتلل او له پلار سره به يې د هټۍ په چلولو کې مرسته کوله. که څه هم هغوی ښوونځى هم لوست، خو يکشنبه د دوی رخصتي وه . په پاکستان کې عموماَ  د يکشنبې  په ورځ دولتي او شخصي ښوونځي او دفترونه  بند وي. دا تبديلي له څه مودې راهيسې د چارواکو له خوا اعلان  شوې وه. علماوو او خطيبانو ډيرې چيغي ووهلې او د حکومت  پر خلاف يې زياتې مظاهرې وکړې ، خو هغه  د چا خبره  "چاپرې غوږونه  ونه ګرول " او همدغسې يې دود وموند.
صفيې څو ځله احمد او حسين په لاره وليدل. هر ځل به يې چې تر سترګو شول زر به يې ددوى څنګ ته ځان ورورساوه او په يوه او بله خبره به يې راغږول. د صفيې توجه د سوالګرۍ په پرتله  احمد او حسين ته زښته زياته وه او دا لېوالتيا او مينه مخ په زياتېدو وه، کله کله به يې د زبير په هکله  هم پوښتنې ترېو کړې او په خبرو خبرو به يې ټول راوغږول.

دنورو ورځو په پرتله  زبير نن هټۍ د وخته بنده کړه ، د ښار په بره خواکې د مظاهروګونګوسي وو، ډېرى خلکو خپلې هټۍ بندولې.
زبير، احمد او حسين  دواړه تر لاسونو نيولي وو او د لوی سړک پر غاړه روان  وو. صفيه  هم د بنګړي والاوو تر څنګ ولاړه وه او دواړې سترګې يې په دوی کې ښخې کړي وې. زبير د صفيې له مخې تير شو ،خو ماشومانو به کله کله شاته راوکتل. صفيې حسين ته لاس وخوځاوه ، حسين زبير ته وويل:
- بابا ودرېږه ، آغه ښځه څه وايې؟
- کومه ښځه ؟
- آ د بنګړي والې سره ، هر وخت موږ ته وايي چې ادې مو يم ... هر وخت موږ ته چاخليټ او جاولې اخلي.
زبير ( په حيرانۍ) :
- تاسې  ته يې کله ويل چې زه ستاسې ادې يم.
- احمد : آبله ورځ
- تاسې ليدلې ده !  څنګه  ښځه ده؟
هو! هغه ډيره ښه ښځه ده ، ښايسته هم ده
زبير په عجيب حالت کې قرار درلود. سترګې يې له اوښكو ډکې وې، د صفيې معصومه څېره ، د پلار ظلم او دبچيانو مکالمې يې ډير زر په پر له پسې توګه د فلم په شان په سترګو کې راغلل. همغه  ورځ يې سترګو  ته ودريده، چې پلار يې په هيڅ خبره دده او صفيې د رشتې مزي سره وشلول... شونډې يې ورپيدې، په ډک ستوني يې وويل:
راځئ! راځئ! هغه ليونۍ ده، هر چا ته داسې وايي.