- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نعیمه غني
- 1113
قلم ټولنې او میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د میرمن ساهرې شریف د چاپ شویو آثارو او ادبي هڅو نمانځغونډه وکړه. غونډه د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۰ مه نیټه د ورځې په ۲ بجو د قلم ټولنې د ودانۍ په انګړ کې پیل شوه.
په غونډه کې د ادبي او ټولنیزو شخصیتونو تر څنګ د میرمن ساهرې د اثارو ګڼو مینه والو هم ګډون کړی وو. د قلم ټولنې اداري مسؤل ښاغلي څیړندوی محمد نبي صلاحي د غونډې په پیل کې راغلو میلمنو ته هرکلی په ترڅ کې وویل: میرمن ساهره شریف زموږ د ټولنې له هغو ګوته په شمیر میرمنو څخه ده چې د پام وړ اکادمیک اثار یې لیکلي او د چاپ په ګاڼه پسوللي دي، او د دې تر څنګ یې د میرمنو د ټولنیزې او ادبي ودې او معارف په برخه کې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې او کوي یې. نو قلم ټولنې او میرمن بهیر په ګډه وپتیله چې د نوموړې د هڅو په یادولو سره له نوموړې څخه خوښي څرګنده کړي. چې دا دي نن مو حاضرې غونډې ته هرکلی کوو.
له دې وروسته ښاغلي اسماعیل نورستاني د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه رسماً پرانیستله او د غونډې ویاندې شهناز بابکرخیل د مخکینۍ اجندأ له مخې د هلمند مخکیني والي ښاغلی ګلاب منګل ته بلنه ورکړه چې چې خپله وینا واوروي.
ښاغلی ګلاب منګل په خپلو خبرو کې د قلم ټولنې او میرمن بهیر د دې ګام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې رموږ د ټولنې نورو ادیبانو په تیره بیا میرمنو ته دا سوچ ورکوي چې خپلې موخې لوړې وټاکي او بیا د هغو په لاس ته راوړلو کې هڅې وکړي او ځان او خپل آثار د ټولنې د منلو او تأیید وړ وګرځوي. او د هیواد نورو سیمو او ولایتونو ته یې د دې لړۍ غزونه وغوښته.
وروسته اغلې د میرمن بهیر غړې حیا پوپلزۍ د میرمن سایره شریف لنډه پیژندګلوي ولوسته او د خبرو وار یې ښاغلي محمد نواز حقیقت سایین ته ورکړ. ښاغلي حقیقت اغلې ساهره شریف یوه پوهه میرمن او یوه پوهه مور وبلله چې که له یوې خوا یې د ټولنې د ذهني ودې او پرمختیا کې پوره ونډه اخیستې له بلې خوا یې د یوې مور په توګه خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې، چې ننۍ ټولنه دا ډول میندو او میرمنو ته اړتیا لري. همداراز نوموړي د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو میرمنو د کارنامو یادونه وکړه او اغلې سایره شریف یې د دې کاروان یوه سرلارې وبلله.
لیکواله او شاعره آغلې توبا ندا ساپۍ د غوندې بله ګډونواله او وینا کوونکې وه چې په میرمن بهیر کې یې د آغلې سایرې شریف د نه ستړي کیدونکو هڅو په یادولو سره د میرمن بهیر د غړو له خوا د نوموړې د ملاتړ څخه خپله خوښي او مننه څرګنده کړه. توبا ندا اغلې ساهره د میرمن بهیر له بنسټ ایښودونکو میرمنو څخه یوه هغه میرمن وبلله چې تر ننه پورې یې له دې بهیر څخه ملاتړ او مرسته نه ده سپمولې او په خپل هوډ ولاړه پاتې شوې ده. او نوموړې یې د نورو میرمنو لپاره یوه ښه او بریالۍ بیلګه وبلله.
د افغان کلتوري جرګو غړي ښاغلي پولاد په خپل وار د دې ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې او میرمن شریف د هڅو د ستایلو په لړ کې یې د نوموړې یو لړ ګټورو ټولنیزو فعالیتونو ته اشاره وکړه چې د سیمې او هیواد په کچه یې د افغان ولس او افغان مهاجرو لپاره کړي او د هغې شتون یې په ولسي جرګه کې د هیواد او هیوادولو په ګټه وبللو او دا یې د ولس ریښتونې او خواخوږې استازې وګڼله. همداراز نوموړي د علومو د اکادمي د غړې میرمن ثریا پوپل نیکې هیلې هم تر میرمن سایرې پورې راورسولې.
د میدان وردګو ولایت پخواني والي ښاغلي حلیم فدایي هم د غونډې له ګډوانولو څخه وو چې د خپلې وینا په لړ کې یې لومړی د اسلامي لیدلوري له مخې د میرمنو ونډه او ارزښت د هیواد، ټولنې او نظام په جوړولو کې بیان کړ. نوموړي زیاته کړه له زمانو راهیسې سیاست او فرهنګ سره نه بیلدونکې او ژورې اړیکې لري،او دا دواړه پدیدې یو د بل څنګ تر څنګ ښه پرمختګ کولی شي، او څه رنګه چې پښتنه ټولنه د ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان ده نو میرمنې د دې ستونزو په هوارۍ کې د سیاست او فرهنګ دواړو په رڼا کې ښه مرسته کولی شي. چې میرمن سایرې د همدې موخې د ټاکلو په لړ کې په دې دواړو ډګرونو کې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې او ښې لاسته راوړنې لري.
د میرمن بهیر بلې غړې او تکړه شاعرې لیمې نیازۍ د غونډې بله وینا واله وه چې له میرمن ساهرې شریف څخه مننه او کورودانۍ په ویلو سره یې خپل هغه شعر چې د میرمن بهیر او په تیره بیا د ساهرې شریف د شخصیت څخه په الهام یې لیکلی وو ګډونوالو ته واورولو.
د هیواد تکړه لیکوالې او په پښتو ادب کې دماشوم د ادبیاتو فعالې لیکوالې اناهیتا روهي له جرمني هیواد څخه د آغلې ساهرې شریف د شخصیت او اهدافو په اړه یوه ښکلې مقاله لیکلې او رالیږلې وه چې د اغلې پاکیزې ارزو له خوا ولوستل شوه. نوموړې په خپله لیکنه کې د هغو شخصي تجربو یادونه کړې وه چې له ماشومتوبه تر اوسه یې د سایرې جانې څخه ترلاسه کړې وې. میرمن اناهیتا روهي لیکلي وو: ما د ژوند په اوږدو کې له هغې نه زده کړل چې په ژوند کې یوه ځانګړې موخه او هدف درلودل انسان د انسانیت او شخصیت لوړو پوړیو ته رسولی شي او دا کار ساهرې شریف په خپل ژوند کې تجربه کړی.
آغلې اوږۍ امیل بیا په خپله لیکنه کې د میرمن ساهره شریف د هغو لیکنو یادونه یې وکړه چې د ښځینه ادبیاتو په برخه کې کړې دي. هغې د ګڼو لیکنو او په ټولنه کې د هغوی د مثبتې اغیزې په یادولو سره یې د نوموړې یوه لیکنه ولوسته، او د ساهرې شریف دا خبره یې تکرار کړه چې ښځینه ادبیات د ښځو په بیدارۍ کې ډير ګټور او اړین دي. او ښځو ته به کار ده چې خپله دوی د ښځينه ادبیاتو د پنځولو لپاره کار وکړي.
لیکوال او شاعر ښاغلی علم ګل سحر د غونډې بل وینا وال وو چې د میرمن ساهره شریف په هکله یې وویل: که څه هم ساهره شریف هغه میرمن ده چې ستایل یې نه خوښیږي خو ځينې ټولنیز او د نورو لپاره کارونه داسې وي چې په ستایلو او یادولو ارزي ځکه همدا کارونه دي چې د دې لارې د نورو لارویانو سره د اهدافو په ټاکلو او تعقیبوولو کې مرسته کولی شي. همدارنګه نوموړي د میرمن ساهره شریف هغې مرستې او هڅې یې چې د میرمن بهیر سره یې کړې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د میرمن بهیر د آغلې ساهره شریف په ملاتړ او نورو میرمنو په همکارۍ اوس د هیواد لیرې ولایتونو ته غزیدلی او هلته څانګې لري او میرمنې یې فعالې دي.
د میرمن بهیر بلې غړې حورې سپیڅلې په خپل وار سره یوه ښکلی نظم د غونډې ګډونوالو ته واورولو.
له هغې وروسته ښاغلي صلاحي هغه ډالۍ او ستاینلیک چې د قلم ټولنې له خوا میرمن ساهره شریف ته په پام کې نیول شوې وه هغې ته وړاندې کړل. او د میرمن بهیر غړې بلقیس محبوبي حقیق د میرمن بهیر له خوا یو ستاینلیک نوموړې ته وړاندې کړ.
اتل شریف د آغلې ساهرې شریف زوی او د غونډې ګډونوال هم د مور د لوړ مقام په اړه لومړۍ یو ښکلی نثر ولوست اوبیا یې له خپلې مور آغلې ساهره شریف څخه یادونه وکړه چې د خپلو مصروفیتونو د درلودلو سره سره یې دا نه دي هیر کړي چې هغه یوه میرمن او یوه مور ده. نوموړي زیاته کړه زه له خپلې مور څخه مننه کوم چې او زما نور خویندو ورونو ته یې د ژوند د لارې په پیژندلو کې مرسته کړې، هغې زموږ لاس نه دی نیولی چې په هر ګام مو له لویدلو وساتي بلکې هغې موږ ته دا وړتیا راکړې چې په خپلو پښو د ژوند له کږلیچونو څخه تیریدل، لویدل او پورته کیدل زده کړو.
ښاغلي اجمل تورمان هم یوه مختصره خو د اغلې ساهرې شریف د فعالیتونو د بیلابیلو اړخونو د یادولو مکمله لیکنه رالیږلې وه چې د هیلۍ احدي له خوا ولوستل شوه.همداراز ښاغلی لیکوال داد محمد ناوک هم یادې غونډې ته لیکنه رالیږلې وه چې وروسته به خپره شي.
په پای کې غونډه د ښاغلي لیکوال او شاعر ومان نیازي له خوا وارزول شوه. ښاغلي ومان نیازي غونډه ډيره ګټوره او مثبته ارزیابي کړه ، خو غوښتنه یې دا وه چې که په دې ډول غونډو کې د لیکوال او شاعر په اثارو ډير تمرکز وشي نو دا ډول غونډې به لا ګټورې وي.
د یادولو وړ ده چې که دا ډول غونډې په پراخه توګه ونیول شي او دلته د لیکوال لیکلي آثار وارزول شي نو له دې لارې به مو د لیکوال او شاعر کړی کار ارزولی وي نه د هغه شخصیت ځکه د ادبیاتو له تعریفونو څخه هم دا خبره څرګندیږي چې ادبیات له شخصیتونو سره کار نه لري بلکې ادبیات د هغوی د کړي کار او پنځولو اثارو څخه بحث کوي.
غونډه د مازدیګر په شپږو بجو پای ته ورسیده.