د میدان وردګو یو شمېر اوسیدونکي: د جګړو ځپلو کورونو د رغولو وس نه لرو

د میدان وردګو یو شمېر اوسیدونکي: د جګړو ځپلو کورونو د رغولو وس نه لرو


  • 7 مياشتي دمخه (05/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 372

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسیدونکې وايي، کورونه یې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال تخریب شوي او دوی یې د بیا ودانولو توان نه لري.

د دي ولایت اوسیدونکې وايي، خیریه بنسټونه او اسلامي امارت دې ورسره د کورونو په ودانولو کې مرسته وکړي.

د اسلامي امارت ځایي چارواکي هم مني، چې دغلته په زیات اندازه مالي او ځاني زیانونه رسیدلي، خو وايي مرسته به ورسره کوي.