بنګله دیش په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ویسټنډیز ته ماتې ورکړه.

بنګله دیش په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ویسټنډیز ته ماتې ورکړه.


  • 6 مياشتي دمخه (20/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 216

بنګله دیش په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې ویسټنډیز ته ماتې ورکړه.

د بنګله دیش او ویسټنډیز ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګله دیش ویسټنډیز ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې ټاس بنګالۍ لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. بنګالۍ لوبډلې د شکیب الحسن د بېسارې توپ اچونۍ پرمټ ویسټنډیزۍ لوبډله ډېرو منډو ته پرینښوده او ټول لوبغاړي یې په ۱۲۲ منډو وسوځیدل، چې بنګله دیش ته یې کم هدف په مخکې کیښود.

بنګله دیشۍ لوبډلې یاد هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو د تمیم اقبال د ۴۴ منډو پر مټ په ۳۴م اور کې پوره او لوبه یې پخپل نوم کړه.

د بنګله دیش لپاره شکیب الحسن په ۷.۲ اورونو کې دوه ميډن، ۸ منډې یې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د روان سیریز لومړۍ سیالي وه.