ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټین سره ټیلفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو د دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان د سولې بهیر کې د وروستي پرمختګ په تړاو بحث وکړ.
لویډ اسټین ولسمشر غني ته ویلي چې د امریکا نوی حکومت له پایداره سولې او اوربند څخه چې د افغانانو په ګټه وي ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دغه ټیلفوني اړیکه کې دواړو خواو په کابل ښار کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له زیاتولي اندیښنه څرګنده کړه.
خبرپاڼه وايي چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته اشاره نه ده شوې.