کونړ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي

کونړ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي ژوبل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (16/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 170

سمسور (۲۶غبرګولی۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، چې په کونړ ولایت کې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي ټپيان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د ناړۍ ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځ ته شوې ده. 

د مالوماتو له‌مخې، په ټپیان کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل چې، د درملنې لپاره د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي. 

دا ډول پېښې د کورنیو د بې احتیاطۍ او د ناچاوده توکو له کبله رامنځته کېږي، چې ډېر کله یې قربانیان ماشومان او مېرمنې وي.