لالیه سترګو کې مې ته یې
چې د لېوره کټ ته ورځم پټې یې کړمه
پښتني ټولنه د جبر په قید کې بند ده، دا قیدونه زموږ له ژبې او فرهنګ سره نوک او ورۍ دي، ښه پوهېږو، مګر دا بندونه نشوو ماتوی!
وایی په اسرایلو کې به چې کومه ښځه کونډه شوه، که د مېړه ورور به یې و، خو سر یې پټ و، که به نه و، همداسې بې مېړه باید ناسته وای؛ شاید یو دلیل دا هم وي چې موږ د اسرایلو سره نږدې ښیي، هغه نور ظلمونه او ناکردې خو پر ځای پرېده.
بل خوا شعر د بړاس ویستنې یوه خوږه او تر ټولو خوندوره لاره ده، نورو ته دې په پوره مانا د حالت څرګندونه کوي، بیا نو دا سوچه او طبیعي شعر چې لنډۍ یې بولي.
طبیعي شعرونه ځکه دي چې بې زخمته زېږدلي، البته په لیکنه کې یې زور ندی شوی، نور خو مالوم دي چې له سوز ډک دي او په پښتو شعرونو کې لنډۍ ده چې ما ژړولی شي.
یوه بله لنډۍ یې رایاد کړه:
د جونو زړونه فولادونه
یو یار یې مړ شي، بل ته سترګې توروینه
د هیچا زړونه فولادونه ندي؛ مګر مجبوري هم د کار شی دی، انسان غر کوي، هر څه به درته اسان کړي؛ څنګه به یې اسان کړي؟
داسې به یې اسان کړي لکه له مجبورۍ چې یو څه سر ته وړې. (چې نه ترې کېږي، غېږ ورکوه)
خو د بل یار لپاره سترګې تورول غټ زړه غواړي، د هر انسان لپاره سخته ده، یوازې زموږ په ټولنه کې نه؛ حتا که د نړۍ په بل سر کې هم دی، خو زموږ په ټولنه کې تر نورو دوه چنده غټ زړه غواړي، دلته د مرګ او ژوند کیسې بدلې روانې دي!
لالیه سترګو کې مې ته یې...!
اخ د پښتانه اصیله پته! موږ ته خو اصیل یې کنه، دا نو څومره جبر دی چې په یو زړه او مینې د غر غوندې بوج لوېږي، یو ژوند په ژوند د مرګ غوندې تېرېږي او زما اصیل پت سر هسک نېولی. دا هم یو ځیګ فطرت دی چې پت د سر په بیه تمام دی، ګنې داسې اسانه هم نده!
په پورته لنډۍ کې د ژوند یو ستر جبر پروت دی، چې یو ژوندی وجود یې د مرګ غوندې تېروي؛ ایا دا سر نیسي چې یو مړی دې ژوندی وي!؟
په پورته لنډۍ کې یو نه، دوه ژوندي مړي ګورو چې یو لېور دی او بله ورینداره!
لیکوال: مانو اورښت