وسله‌وال برید خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني پولیس وژلي

وسله‌وال برید خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني پولیس وژلي


  • 1 کال دمخه (18/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 657

سمسور نیوز (۲۷لېندۍ۱۴۰۱) د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سيمه کې د وسله‌والو په بريد کې د څلورو پاکستاني پولیسو د وژل کېدو او د څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. 

دغه برید پرون د لکي مروت سیمې د برګۍ په نوم د پولیسو پر پوستې باندې شوی دی.    

په وژل شوو پولیسو کې د پوستې مشر او څو نور  کسان شامل دي.

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو ډېر کله پاکستاني طالبان د دغه ډول بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنيتي کسانو بريدونه ډېر شوي دي.