افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هیواد دی

افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هیواد دی


  • 4 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1166

 

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي افغانستان د خبریالانو لپاره په ځانګړې توګه ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو خونړی او مرګونی کال وو.

یاد سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپل ټول قوت څخه کار واخلي.

ددغه سازمان مسوولین وایي د خبریالانو د وژنې په قضیو کې ابهام او د مجرمینو بښل په افغانستان کې د ناورین اصلي عامل دی او د هدفي وژنو عاملین ترې ګټه اخلي.

ار اس اف د افغانستان له مسوولو چارواکو د خبریالانو د امنیت د تضمین او په دې برخه کې له لا زیات قوت څخه د کار اخیستلو غوښتنه کوي او د خبریالانو د هدفي وژنو د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه د عدالت غوښتنې ټولې لارې هم تعقیبوي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې د خبریالانو هدفي وژنې په دغه هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو باندې منفي اغیزې کړې دي او زیاتوي چې حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي څو د رسنیو فعالان په ازاده فضا کې کار وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ کې په دغه هیواد کې ۸ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.