ازبکستان: د تخنیکي متخصصینو یوه ډله مو د مزار هوایي ډګر د ترمیم لپاره استولې

ازبکستان: د تخنیکي متخصصینو یوه ډله مو د مزار هوایي ډګر د ترمیم لپاره استولې


  • 3 کاله دمخه (18/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1287

ازبکستان وایي، د تخنیکي متخصصینو یوه ډله یې د مزار شریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم او د دې هوایي ډګر د فعال کولو لپاره بلخ ولایت ته رسیدلې ده. 

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانکړی استازی عصمت الله آرګاشف چې تېره میاشت بلخ ولایت ته راغلی و ویلي، چې د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان ۲۰۲۲ کال تر لومړنیو څو میاشتو پورې خپل کار بشپړ کړي.  

ازبیک چارواکي په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ اوسنی حکومت د اعتبار وړ همکار بولي او د ګډو ګټو په خاطر د ګاونډیو هیوادونو تر منځ په دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کوي.