د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د جمهوریت له لوړو پوځي چارواکو سره یې لیده کاته شوي او ټولو ته یې بښنه کړې.
نوموړي پروان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې د سرپرست حکومت له مخالفانو غوښتي، چې له خپل مخالفت لاس واخلي او هېواد ته راشي.
هغه زیاته کړې، چې اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی او د مخکېني حکومت شاوخوا ۵۰۰زره کارکوونکي خپلې دندې مخته وړي.
مولوي عبدالکبیر همدا راز د رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې سره ویلي، چې اوسنی حکومت په رسمیت پېژندل شوی؛ خو په وینا یې، نړۍ یوازې په الفاظ د رسمیت پېژندنې اعلان نهدی کړی.
هغه ټينګار کړی، چې دا مهال نړۍ کې د سرپرست حکومت ۳۸ سیاسي استازولۍ فعالې دي او کابل کې هم د ګڼشمېر هېوادونو سفارتخونې شتون لري.