د بشر حقونو سازمان: د دوحې غونډه کې د افغانان مېرمنو بشپړ ګډون اړین دی.

د بشر حقونو سازمان: د دوحې غونډه کې د افغانان مېرمنو بشپړ ګډون اړین دی.


  • 3 کاله دمخه (08/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1247

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) د بشري حقونو د څار سازمان هېومن رایټس واچ د ترکیې په راتلونکې جوړېدونکې غونډه کې د افغان مېرمنو د بشپړ ګډون غوښتنه کوي.

یاد سازمان ویلي، دوی د ملکرو ملتونو له چارواکو غوښتي، چې افغان مېرمنو ته دې د یادې غونډې په اساسي خبرو کې فعال او په ښکاره ډول ګډون ورکړل شي.  

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ترکیې غونډه به د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه جوړه شي، چې د افغانستان د دولت چارواکي او طالب استازي به پکې ګډون وکړي.

راپورونه ددې غونډې موخه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او په دې هېواد کې د سولې ټینګښټ په ګوته کوي.

د بشري حقونو مدافعو اندېښنه بیا دا ده، چې دې وروستیو کې ښځې او د جګړې د قربانیانو ټولنې ښایي له دغو خبرو څنګ ته شي.