افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 مياشتي دمخه (12/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 367

افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ کې په متقابلو بریدونو او عملیاتو کې ۱۵۲ طالبان وژلي او ۷۴ تنه نور ټپیان دي. همداراز د یادې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې ۱۶ بېلابېل ډول ماینونه، چې طالبانو ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد، لغمان، غزني، لوګر، پکتیکا، مېدان وردګ، کندهار، زابل، غور، بادغیس، هرات، سرپل، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.