افغان حکومت تحریر ګوند په رسمیت نه پیژني

افغان حکومت تحریر ګوند په رسمیت نه پیژني


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1035

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي تحریر ګوند په عدلیې وزارت کې ثبت نه دی او یاد ګوند د هیڅ ډول غونډو او تبلیغاتو حق نه لري.

امرالله صالح د شپږ نیمو بجو غونډه کې ویلي تر څو چې یاده حقوقي ستونزه حل نه شي د یادې مجهولې ډلې په نوم او نښان هر ډول فعالیت غیر قانوني دی.

صالح دغه راز وایي چې ددغې ډلې یو شمیر فعالان له ترهګرو ډلو سره فکري نږدې والی لري  او په نږدې راتلونکي کې به د یاد حزب له فعالانو سره د تګلارې د څرنګوالي او حقوقي مسایلو په تړاو بحث وکړي.

نوموړي د یاد حزب له اړوندو کسانو غوښتي چې د حقوقي پالیسۍ تر جوړولو د نظام پر ضد فعالیتونو او تبلیغاتو څخه ډډه وکړي.

تحریر ګوند له ۲۰۰۳ کال راهیسې له جواز پرته په افغانستان کې فعالیت کوي.

تر دې وړاندې هم یو شمیر دولتي چارواکو تحریر ګوند د ترهګرو ملکي څانګه بللې وه.