د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي چې هیڅ شخص او یا هېواد سره به د دین او اسلامي نظام پر سر معامله ونکړي.
مولوي عبدالکبیر زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د اسلامي نظام درنښت او د افغانستان د خپلواکي خوندیتوب ته په کتو له اوسني حکومت سره تعامل وکړي.
هغه ویلي، د اسلامي امارت سیاست جامد نه دی او غېږه یې له ټولو هېوادونو سره تعامل ته پرانېستې ده.