یو چینایي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې

یو چینایي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې


  • 11 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 356

د کانونو استخراج چینايي شرکت «C.D.C» رییس د کانو نو او پترولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چینايي لوري ویلي، پلان لري چې په افغانستان کې د د مسو،سرب اوجستو کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، د کانونو او پترولیم سرپرست شهاب الدین دلاور د یاد شرکت رییس ته د اسانتیاوو ډاډ ورکړل شوی.

دواړو لورویو دغه راز په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې په برخه کې پر شته فرصتونو او افغانستان ته د بهرنیو کمپنیو پر جذب خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت تل ویلي چې په کور دننه د پانګونې زمینه برابره شوې او په دې برخه کې یې په کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې غږ کړی.