بلوچستان کې د جمعیت علما اسلام ګوند پر یوه مهم غړي چاودنه شوې

بلوچستان کې د جمعیت علما اسلام ګوند پر یوه مهم غړي چاودنه شوې


  • 1 کال دمخه (14/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 413

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند د لوړ پوړي غړي حافظ حمدالله پر موټر چاودنه شوې ده. 

د راپورونو له مخې، دا چاودنه نن پنج شنبه د (سپټمبر۱۴مه) د کوټې په مستونګ سیمه کې شوې ده چې د حافظ حمد الله او د هغه یو شمېر نورو ملګري په کې ټپیان شوي دي. 

ویل شوي چې نوموړی په مستونګ کې یوې غونډې ته روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې چادونه شوه.

پولیسو ویلي چې په چاودنه کې ټپي ټول کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. 

د پولیسو په وینا د حمد الله روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

ښاغلی حمدالله پاکستانی سیاستوال دی چې د پاکستان د سنا غړی هم پاتې شوی دی. 

دا چاودنه داسې مهال شوې چې د یو بل خبر له مخې د بلوچستان په سویې سیمه کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د بلوڅو وسله والو پرضد د پاکستان د پوځ لخوا عملیات روان دي او کله کله د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله هم کېږي.