افغانستان د خپل تاريخ په ډېره نرئ پوله ولاړ دی

افغانستان د خپل تاريخ په ډېره نرئ پوله ولاړ دی


  • 3 کاله دمخه (19/05/2021)
  • صديق ننګ
  • 1260

غواړم په لنډ ډول ټولو درنو وطنوالو ته په قوم،مذهب،ژبې او سمت پورې چې تړلي وي خپله غاړه خلاصه کړم،غرب او په راس کې يې امريکا زموږ په سيمه کې نوې ستره لوبه پيل کړېده او له بده مرغه په محراق کې يې زموږ هېواد قرار لري،او امريکا په دې ستره لوبه په ځانګړي ډول زموږ د هېواد په هکله په پاکستان او ترکيې ډېر حساب کوي او له پخوا يې لا يادو هېوادونو ته شنه څراغونه روښانه کړي دي،دپاکستان درستيزوال سره يو ځای د برتانيې د لوی درستیز راتګ کابل ته او د افغانستان د ولسمشر سره يې دوه نيم ساعته د تړلو دروازو تر شا خبرې څه تصادفی خبره نه ده،دخليلزاد څرګندونې د امريکا د کانګرس په غونډه کې چې (د کابل فتح کول د طالبانو په لاس ناشونی دی) او ور پسې وايي «دا وړاندوينه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان کابل فتح کړي ډېر بدبينانه نظر دی»

د خليلزاد دا خبرې موږ په خام تار تړي او زموږ د لوړ پوړو دولتي چارواکو جیبونو کې پوچ غوزان اچوي چې بې ځايه مغرور شي او غفلت پرې غالب شي،نو باید ډېر هوښيار او بيدار و اوسو

سکات ميلر هم خليلزاد ته ورته خبرې کوي چې محتوا يې تقريبا يوه ده،بله خبره دا ده چې امريکا يانو ويلي وو چې له وتلو وروسته به د سيمې له يو نژدې ځای څخه د افغان امنيتي ځواکونو حمايه کوي چې ورسره دپاکستان او ازبکستان نومونه رسنيو ياد کړل مګر يادو هېوادونو داخبره رد کړه،دا خبره هم تصادفي نه ده،ځکه چې پاکستان پخپل ټول تاريخ کې زموږ د هېواد په هکله ريښتيا نه دي ويلي شايد په پټه ياښکاره دا وکړي او يا يې کړی وي،مګر ازبکستان خو زموږ سره ښه مناسبات لري او له بل لوري دروسيې سره هم امنيتي تړون لري،مګر پر روسانو هيڅ باور کول پکار نه دی ځکه چې تر هر بل چا زیات همدوي ول چې زموږ د ملي وحدت شېرازه يې وشلوله پر افغانستان یې يرغل وکړ خلک يې ووژل او نورو زبرځواکونو ته يې لار پرانيسته چې زموږ په وطن یرغل وکړي تر اوسه هم خپلو اجنټانو او ځينو معينو افغان ضد کړيو ته په داخل دافغانستان کې دوسلو او پيسو مرستې کوي.

له بلې خوا چين وايي چې د افغانانو دخپل منځي خبرو دکوربه توب لپاره تيار دی،دافغانستان او چين دبهرنيو چارو دوزيرانو خبرې هم ډیرې مهمې دي،دچين د بهرنيو چارو وزير خپل افغان سیال ته د هر ډول اقتصادي،عمراني او امنيتي مرستو ټټر ډبولی دی.

دا چې ولسمشر اشرف غني نن بیا وویل چې واک به يوازې د انتخاباتو له لارې انتقالیږي ددې خبرې مانا داده چې ولسمشر زموږ د هېواد پر ضد د روانې توطعيې عمق پوره پوه او خبر دی،او دا چې د ملي امنیت د شورا رييس او د هم د بهرنيو چارو وزير وايي چې جنګي جنایتکاران به په وطن او هم خارج کې محاکمه کېږي دا يوه ساده او مجرده خبره نه ده دا هم په دې مانا ده چې ټول د توطعيې په عمق ښه خبر دي او لګيا دي په سيمه او نړۍ کې افغانستان ته ددولتونو او نړيوالو بااعتباره سازمانونو په کچه دوستان او ملاتړي پيدا کوي او پيدا کړي به يې هم وي.

دترکيې او په ځانګړي ډول داخواني او د داعش د تمویلونکي اردوغان رول په دې ستره لوبه او توطعه کې تر پاکستان پورته دی نه ښکته ځکه چې زموږ خاين،لواطي او بیسواده مارشال د اردوغان په مېخ څرخي او بيا د وطن د مور په مقابل کې د پرديو لخوا لوبول کېږي او درنو لوستونکو ته خو معلومه ده چې هغه هر وخت لوبول شوی دی،دادعا داثبات لپاره کافي چې ووايم،مارشال په خپله خوله خپلو لنډغرو ته امر کوي چې د فارياب نوی والي په تندي په مرميو وولئ او تر څنګ يې تاسې دقدرت نمايش په اصطلاح په مدني مظاهره او لاريون کې دنويو بیرغونو سره هم وليده څه فکر کوئ ايا دا دهيواد دتجزيې لپاره پرووا نه ده؟

همدارنګه دشمال ټلوالې احمد مسعود کټ مټ دمارشال په څېر...

ګلبدين حکمتيار ته خو د پاکستان ګټې له افغانستان څخه ارجحيت لري او تل د پنجابيانو په خدمت کې و او دی

نو ګرانو وطنوالو تاسې په هلمند او په دې لنډو ورځو کې دميدان وردګ د نرخ په ولسوالۍ دبيت المال دمالونو ظالمانه چوراوتالان پخپلو سترګو وليده،د طالبانو مبلغين همدا اوس اخته دي او دولسواليو دخلکو په منځ کې تبليغ کوي چې دولسواليو په سقوط کې زموږ سره مرسته وکړئ چې موږ ولسوالۍ فتح کړه ټول مال غنيمت او ستاسې دی،نو څه فکر کوئ که طالبان قدرت ونيسي بله څه تمه ترې کېدای شي،هغوئ خو د پنجاب ګټې تامینوي يانې د افغانستان ورانول،سوزول دبې ګناه خلکو وژل،زورول وحشت او بربریت.

ایرانیان هم آرام نه دي ناست دفاطمينو پروژه عليپور او د هغه په شان نور لنډغران چې خدای مکړه وطن به درته په يمن،سوريه او عراق بدل کړي دسليماني په شان ډېر اوس هم ستاسي په وطن ارتې تڼۍ ګرځي، ځينې واړه ګروپونه چې د لويو خاينو عناصرو سره تړاو لري لکه قيصاري،حميد خراساني او........

چې که په تخمه کې له منځه لاړ نه شي دوطن زخمونه په ناسور بدلولای شي.

نو څه بايد وکړو؟

په أول قدم کې بايد ټول وطنپال عناصر د ملي وحدت د تامين او تحکيم سره يو موټی شي

ټول ملت بايد د ملي اردو او امنيتي ځواکونو څخه خپل يې درېغه عملي ملاتړ اعلان کړي

دولت بايد په ټولو اتباعو قانون يو شان پلی کړي

همدا راز دولت بايد د هر څه د مخه د فارياب د نوي والي هراړخيز ټينګ ملاتړ وکړي او لنډغر تار ومار کړي ځکه د توطعيې آغاز له همدې ځايه پيليږي او که دولت بيا په دې باب ژوره توجه و نه کړي او معاملې ته مخه کړې نو خدای ج مکړه وطن به د تجزيې دښامار خوراک شي

او که په افغانستان کې ورونه قومونه سره يو نه شي او د دتوطعيې مخه و نه نيسي يو هم سالم نه پاتې کېږي تر ټولو هغوئ ډېر تاوان کوي چې دتجزيې شعارونه يې پورته کړي دي پخپله خو د پرديو اجنټان دي کفاره به يې د خپل مربوطه قام په وګړو تاوان وي

دقومونو ټيکه داران بايد پوه شي چې په دې اور او ناورين دوئ دخپل ځان سره خپل قام هم سوزوي

نو راځئ چې ټول ورونه قومونه په ګډه سره دا اور مړ کړو هم خپل ځان او هم خپل هېواد وژغورو

په پای کې بايد ووايم چې له نه حکومت څخه يوضعيف حکومت هم ښه دی،سره ددې چې په موجوده حکومت کې فساد بېداد کوي بې عدالتي اوج ته رسېدلې ده او......خو د خلاصون بله لار نشته بايد او بايد دموجود نظام او حکومت ترشا و درېږو تر څو د بل ناورين مخه ونيسو

بل چانس نشته سبا بیا پښېماني ګټه نه لري.

د هيواد د ټولو قومونو د يووالي په هيله

ژوندی دې وي افغانستان،تل دې وي ملي وحدت.